د افغانستان د فولکلوري سندرو د بيا راژوندي کولو هڅي
۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبهد هرات په لرغوني ايختيارالدين کلا يوه څنډه کي د سندرغاړي وحيد قاسمي تر څنګ ځوانانو ټنګ ټکور جوړکړی اوپه کليوالي سندرو يي بانډار ګرم ساتلی.
دغه شوقيان د افغانستان د جګړه ځپلي ولايت بادغيس څخه دې بانډار ته ورغلي ول او ويل يې چي د سيمي او هيواد د اصيل کلتور بيا راژوندی کول اوساتنه يې د ځوانانو دنده ده بايد په بيا راپيداکونه کي يې هڅه وکړي.
د افغانستان دري لسيزو جګړو، د نورو تر څنګ د موسيقي او هنر پانګه هم کمزورې يا يو مخ يې په ځيني سيمو کي له منځه يووړه.
دا ځګه د طالبانو په شمول د مجاهدينو حکومت په دوران کي هم موسيقي ګنابلل کيده اومينه والو ته يې سخته جزاتعين شوې وه.
همدغه ټکي ته په کتو سندرغاړی وحيد قاسمي وايي چي، د هيواد د اصيلي موسيقۍ د بيا موندني لپاره يي د هيواد د بيلابيلو ولايتونکو کي ولسي مشرانو، او ځوانانو سره ګډ تحقيقات پيل کړي چي، له بدخشان او کابل وروسته يې دادی هرات او بادغيس د هنرمينه والوسره سندريزه بانډار تودکړی.
« دا شل کاله مي د هيواد د اصلي هنر او فولکلوريکه سندرو د تحقيق مفکوره لرله خو د بيلابيلو ستونزو په وجه يي په عملي کولو نه وم توانيدلی. له نيکه مرغه د اغاخان کلتوري ټولني مي وړانديز ومانه يو شمير پيسي يې پروژي ته منظور کړې، دا دی په بري سره موکارروان دی».
د موسيقۍ په دغه څيړنه کي، د سندرو، اتڼ او ګډا په برخه کي ځوان استعدادونه موندل کيږي.
په هرات کي د اغاخان کلتوري ټولني مشر داود وردګ وويل د افغانستان د لرغونو اثارو د رغوني په لړ کي دا هم ددوی د پروګرام يوه برخه ده.
د اغاخان کلتوري ټولني تراوسه په هرات کي د ۷۰۰ لرغونو مېنو يا اثارو په جوړونه کي مرسته کړې ده.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل