1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله آسیا جام ته د رسیدو چانس لري

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم هیله مند دی چې د سه شنبې په ورځ د یوې بلې بریا په نتیجه کې په ۲۰۲۶م کال کې د نړیوال جام د مقدماتي لوبو دریم او وروستي پړاوته لار پیدا او د دغه هیواد د فوټبال په تاریخ کې یونوی پرمختگ ثبت کړي.

Fußball | WM-Qualifikation | Indien vs. Afghanistan
انځور: Biju Boro/AFP/Getty Images

د افغانستان د فوتبال ملي ټیم چې په نړیوالو درجه بندیو کې ۱۵۱ ځای لري. دغه لوبډله په یوې بلې بریا سره کولی شي د ۲۰۲۷ کال د فوټبال اسیايي جام ته لاره پیدا کړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بریتانوي روزونکي اشلي ویستوود اوه میاشتې مخکې د افغانستان د ملي ټیم رهبري پرغاړه واخیسته او له هغه وخت راهیسي لوبډلې د نوموړي روزونکي په دوره کې تر اوسه پورې ډیر پرمختگونه درلودل.

افغان لوبغاړي د سه شنبې په ورځ د مقدماتي لوبو په وروستي پړاو کې د کویټ پر وړاندې د لوبې ډګر ته کوزیږي او په دې پوهیږي چې د هندوستان د لوبډلې په پرتله د قطر پر وړاندې باید ښه امتیاز په لاس راوړي تر څو راتلونکي پړاو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله،  تر دې وړاندې د آسیا د اتلې لوبډلې، قطر پر وړاندي هغه لوبه کې چې په سعودي  عربستان کې سوې وه، د صفر په وړاندې صفر نتیجې ته ورسید.

د ملي لوبډلې روزونکي ویستوود تر لوبې وروسته وویل چې د نومبر په میاشت کې کله چې یې دغه دنده پر غاړه واخیسته، لږ وروسته یې په لومړۍ لوبه کې د قطر پر وړاندې لوبه یو پر اته ګولونو بایلوده او په هغه وخت کې لا دغې حیرانوونکې نتیجې ته رسیدل له امکانه لیرې بریښیده.

ویستوود زیاته کړه: «لوبغاړي هیجاني دي او موږ په دې باور یو چې افغانستان له پاره آسیایی او د نړیوال جام د مقدماتي لوبو دریم او وروستي پړاو ته د تګ له پاره واقعاً یو تاریخي چانس لرو.»

هندوستانۍ لوبډله هم هڅه کوي چې د لومړي ځل له پاره د نړیوال جام د مقدماتي لوبو دریم پړاو ته لار پیدا کړي.

د هند لوبډله چې گري ایگور شتیماتس یې رزونه کوي، په اوس وخت کې د افغانستان  له ټیم څخه د گولونو په تفاوت د A گروپ کې تر قطر وروسته په دوهم ځای کی دی.

په داسې حال کې چې د کویټ تیم هم د پرمختگ په حال کې دی، نو د A په گروپ کې د شته لوبډلو ترمنځ د لوبو د پایلو وړاندوینه لاپسې سختیږي.

GP/KH/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل