په هرات ولايت کې ۱۶۱ تنو د پارلماني انتخاباتو له پاره ځانونه نوماند کړي دي چې ۲۸ يې ښځې دي. په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر احمدشاه قانوني وايي چې د ټاکنو د ترسره کولو له پاره بشپړ چمتوالی نيول شوی او خلک کولای شي په ډاډه زړه په دغه ملي بهير کې ګډون وکړي.
قانوني وايي: «د هرات ولايت د ټولو شريفو اوسيدونکو څخه غوښتنه کوو چې د ولسي جرګې په راروانو ټاکنو کې چې د تلې په ۲۸مه ترسره کيږي ګډون وکړي. انتخابات به په هر حالت کې ترسره کيږي او د کانديدانو له منځه به د دغه ولايت سهميه رامخ ته کيږي.»
قانوني زياته کړه چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په موخه يو لړ خاص تدابير تر لاس لاندې نيول شوي، چې د تطبيق په حال کې دي: «اصلي خبره دا ده که د هغو کسانو چې نومونه يې ثبت کړي اکثريت يې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماندانو ته يې رايې ورکړي، په پايله کې به يې صادق او پاک خلک چې هيواد او خلکو ته ژمن وي پارلمان ته لاره پيدا کړي.»
قانوني وايي چې د ښار او ولسواليو په کچه په مجموعي توګه ۴۶۰ انتخاباتي مرکزونه موجود دي، خو د امنيتي ستونزو له امله به يوازې ۳۰۰ يې د رای ورکونکو پر مخ خلاص وي.
ها خوا د غور ولايت چارواکي هم د انتخاباتو د ترسره کولو له پاره د چمتوالي خبره کوي.
چارواکي ډاډ ورکوي چې خلک وشي کړای د امن په فضا کې په انتخاباتو کې ګډون وکړي - آرشيفانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي: « په غور ولايت کې ۳۰ تنو پارلماني ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي چې ۵ يې ښځې دي. اوس انتخاباتي کمپاينونه په شدت سره ادامه لري او موږ هيله مند يو چې د غور ولایت اوسیدونکي د امن په فضا کې په ټاکنو کې ګډون وکړي.»
د خطيبي په وينا، غور ۲۸۴ ټاکنيز مرکزونه لري چې ۱۱۰ يې بند او پاتې نور به يې د رای ورکونکو پر مخ خلاص وي.
هغه وويل چې تيره مياشت د غور په ناامنو سيمو کې څو پوځي عمليات هم ترسره شول چې دا به وشي کړای په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته شرايط برابر کړي.
بلې خوا ته د نيمروز د والي وياند علي مهاجر وايي چې په دغه ولايت کې ټول ټال ۱۵ تنو خپل ځانونه د افغانستان پارلماني ټاکنو ته نوماند کړي چې په دغې ډله کې ۳ تنه يې ښځي دي.
مهاجر هم د امنيتي ستونزو يادونه کوي: « په نيمروز ولایت کې ۶۸ ټاکنيز مرکزونه دي چې د ۱۸ مرکزونو امنيتي وضعيت ښه نه دی.» خو مهاجر له دې سره سره وايي چې د نيمروز خلک په انتخاباتو کې ګډون ته ډير علاقمند شوي دي. «له نوو نوماندانانو سره ډيری خلک علاقمند شوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، دوی کارتونه اخيستي او ستيکرونه يې هم لګولي او رای ورکولو ته آماده دي.»
د هرات، غور او نيمروز ولايتونو اوسيدونکي وايي ستونزو سره سره به په ټاکنو کې ګډون کوي - آرشيفانځور: DW/H. Hashimi د افغانستان د لويديځو ولايتونو يو شمير اوسيدونکي د انتخاباتو په بهير کې له ناامنيو، په ټاکنو کې د احتمالي درغليو او په دغې پروسه کې د زورواکانو له دخالت څخه انديښنې لري، خو په عين وخت کې په انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون ټينګار کوي، د هرات ولايت يو اوسيدونکی داسې وايي:
«که ګډون ونه کړي، نو دا کار د افغانستان د دښمنانو په ګټه دی، بايد ګډون وکړي. دا د دوی ايماني او وجداني دنده ده.»
نوماندان هم تر ټولو ډیر امنيتي وضعيت څخه شکايت کوي. په غور ولايت کې يوه نومانده وايي: «موږ د امنيتي ستونزو له وجې ځينو لرو پرتو سيمو ته په خپله نه ځو بلکه نور کسان استوو، حتی په ښاري سيمو کې هم ناامنې سيمې شته چې موږ هلته نه شو تلای.»
د نيمروز ولايت يو اوسيدونکی بيا پر دې ټينګار کوي چې انتخابات بايد شفاف او عادلانه ترسره شي.«زما پيغام ټولو مشرانو او کشرانو ته دا دی چې شفاف انتخابات ترسره کړي. انتخابات دې د ورورولۍ او برابرۍ په فضا کې وشي.»
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات به تر درو کلونو ځنډ وروسته، د روان کال (۱۳۹۷) د تلې مياشتې په ۲۸ مه ترسره شي.
له آرشيف څخه انځوريز البوم:
انځورونه: په افغانستان کې د رايي اچوني بهیر
د افغانستان په میلیونو وگړي د رايي د صندوقونو پر لور ولاړل، څو خپل راتلونکی ولسمشر او د ولایتي شوراگانو استازي وټاکي. په ټاکنو کې د خلکو گډون بې ساری دی او ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه د ټول هیواد په کچه امنیت ساتي. انځور: DW/H.Sirat په کابل کې د باران له اورښت سره سره، خلک په اوږدو اوږدو کتارونو کې ولاړ ول، څو خپلې رايي ورکړي. دغه ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي تر سره کیږي.
انځور: DW/H. Sirat په افغانستان کي د يوه نوي جمهور رئيس د ټاکلو له پاره د ويري او زور زياتي له ډار سره سره ټاکني پيل سوې. په کابل کي په زرونو افغانان سهار وختي لا د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې وکارولې.
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images دغه ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره کیږي او د ټول هیواد په کچه شاوخوا ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه د دغه ټاکنو امنیت ساتي. تر اوسه په لوگر ولایت کې په یوه چاودنې کې د څلورو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
انځور: DW/H. Sirat په هرات ولایت کې ټاکنیز مرکزونه پر ټاکلي وخت پرانیستل شول او د دغه ولایت په زرونو خلکو خپلې رایې وکارولې. په دغه ولایت کې ۱۶۶ کسانو ولایتي شوراگانو ته ځانونه کاندید کړي دي. په انځور کې لیدل کیږي چې د هرات والي فضل الله واحدي خپله رای کاروي.
انځور: DW/H. Hashimi د هرات ولایت چارواکي وایي: د ۴۹۷ د رایې اچونې له مرکزونو څخه به د ناامنۍ د گواښ له کبله ۳۳ تړلي پاتې وي او ۴۶۴ مرکزونه پرانیستي دي.
انځور: DW/H. Hashimi په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم بې سارې ده. د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ټاکنو کې د ښځو گډون هم د پام وړ دی. دغه انځور د هرات ولایت د رايي ورکولو د یوه مرکز دی.
انځور: DW/H. Hashimi که څه هم په افغانستان کې د ټاکنو د تر سره کیدو تر مخه د افغانستان یو شمیر ولایتونه د ترهگریزو بریدونو شاهدان ول، خو افغان ولسمشر حامد کرزي له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې گډون وکړي.
انځور: DW/H. Sirat دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار دی چې یو ټاکل شوی ولسمشر له دیموکراتیکي لاري بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک سپاري.
انځور: DW/H. Sirat په کندهار ولایت کې امنیتي وضعیت ښه دی او ښځي او سړي په جوپو جوپو د رایې ورکولو مرکزونو ته ور روان دي او خپلې رایې کاروي.
انځور: DW/H. Sirat په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د موقت، انتقالي او بیا وروسته د دوو پنځه کلنو دورو له پاره وټاکل شو. د افغانستان د اساسي قانون له مخې حامد کرزی اجازه نه لري چې د دریم وار له پاره خپل ځان کاندید کړي.
انځور: DW/H. Sirat د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تیر کال راهیسې ۳.۸ میلیونه د رای ورکولو نوي کارتونه ورکړي دي. هغه کارتونه چې د ۲۰۰۴ کال د ټاکنو له پاره ویشل شوي ول اوس هم د اعتبار وړ دي.
انځور: DW/H. Sirat د درغلیو د مخنیوي له پاره د هر رايي ورکوونکي گوته په داسې رنگ ککړیږي چې تر ډیر وخته نه پاکیږي او په دې ترتیب سره د دې مخه نیول کیږي چې یو کس څو وارې رایې ورکړي.
انځور: DW/H. Sirat د چارواکو په خبره په افغانستان کي نزدې ۱۲ ميليونه وگړي د رايو ورکولو شرايط پوره کوي او په پلان کي ده چي د ټول هيواد په نزدې ۶۴۰۰ رايو ورکولو مرکزونو کي به خپلي رايي وکاروي. دغه انځور د هرات ولایت د ښځو د رايي اچوني د یوه مرکز دی.
انځور: DW/H. Hashimi په افغانستان کې به د رایو د شمیرلو بهیر د یکشنبې په ورځ پیل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د رايي شمیرني بهیر به د اپریل مياشتي تر۲۰ مې نیټې پورې دوام وکړي. پلان شوې ده چې دغه کمېسیون به د اپریل مياشتي پر ۲۴مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي.
انځور: DW/H. Sirat په کندهار ولایت کې د رایې ورکولو ۲۳۴ مرکزونه دي، خو د ناامنۍ له کبله یوازي لس مرکزونه تړلي دي او نور ټول د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستي دي.
انځور: DW/Q. Wafa د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې په یوازې په څو ځایونو کې د ناامنۍ پیښې رامنځ ته شوي دي، چې دغه مرکزونه تر یوې لنډې مودې وروسته بیرته پرانیستل شوي دي.
انځور: DW/Q. Wafa په یو شمیر ولایتونو کې د رایې ورکولو پاڼو د ختمیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په وينا په هغو ځایونو کې چې د رايي ورکولو پاڼو د کمښت رپوټ ورکړل شوي، ولایتي چارواکو ته په عاجله توگه د رايي د رسولو سپارښتنه کړې ده. دغه انځور د غزني ولایت دی.
انځور: DW/Q. Wafa د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر محمد یوسف نورستاني ویلي دي چې د رایې ورکولو مرکزونه به له ټاکلي وخت څخه یوه ساعت نور هم پرانیستي وي.
انځور: DW/H. Sirat