د افغانستان د مرکزي بانک د پخواني ریس قاتل وپیژندل شو
۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبهاته شپیته کلن میر نجیب الله سادات په سنتیاګو کې د روان کال د سپتمبر د میاشتي په ۲۸ نيته د له جولیا په سیمي کې د شپي لخوا ووژل شو. چارواکو ویلي دي چې سادات یوه کس لخوا د لوټیدو په پایلې کې وژل شوي دي. سادات په ۱۹۹۰ کلونو کې په متحده ایالاتو کې سیاسي پناه اخیستي وو.
اوس د سادات د وژني په تور د ۲۸ کلن اسماعیل راول لوپیز د نیولو امر صادر شوی دی. دا لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې اسماعیل، سادات د هغه د وژلو پخوا پیژنده او که نه.
په کلفورنیا کې د یوه تلویزيوني چاینل مشر، نبیل مسکینیار، وایې چې سادات په ۱۹۹۰ کلونو کې امریکا ته راغی او تر هغې پخوا یې په افغانستان کې د دغه هیواد د مرکزي بانک مشرۍ پر غاړه درلوده. سادات تر خپلې مړیني مخکې د مسکینیار په تلویزیون کې هم کار کاوه.
د مسکینیار په خبره سادات په فرانسي کې د اقتصاد په برخه کې زده کړې کړي وي خو کله چې یې په امریکا کې په خپلي رشتې کې وظیفه پیدا نه کړه نو د تکسي چلولو په کار یې پیل وکړ.
مسکینیار په دې اند دی چې ملګري یې د یوې وژونکې غلا قرباني شوی دی. د هغه په وینا د سادات وژنه په تلویزیون کې د هغه له کار سره کوم تړاو نه لري.
مسکینیار د افغان اریانا د تلویزیون مشر او مالک دی چې سادات په کې د یوه پروګرام د وړاندې کوونکي په توګه کار کاوه.
مسکینیار وایې چې سادات به خپلي ورستۍ خپرونې کې د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر وژنه تر کتني لاندې نیولې وه. هغه زیاتوي چې سادات د رباني د ولسمشرۍ په دوران کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر پاتي شوی وو.
د مسکینیار په خبر سادات یو ډیر مسلکي ژورنالیست وو او په څو ژبو یې خبرې کولې. هغه وایې چې د پیښي څخه ډیر خواښینی دی او د سادات ځای په خپل تلویزیون کې د تل لپاره خالي بولي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی