اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان وایي چې ځینې بریدونه د هغو عاملینو له لوري تر سره شوي دي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره اړیکې لري.
د معصوم ستانکزي او ویس برمک سفر یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویلي وو چې په تیر میلادي کال کې یې افغان چارواکو ته ۲۷ یاغیان سپارلي وو چې پکښې د حقاني شبکې غړي هم شامل وو.
زیاته شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او همداشان په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم دغه سفر تائید کړی دی.
د زاخلیوال د فیسبوک پر رسمي پاڼه یو انځور خپور شوی چې پکښې هغه له معصوم ستانکزي او ویس برمک سره ناست دی. له انځو سره په ګډ خپور شوي متن کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت رئیس، د کورنیو چارو وزیر او زاخیلوال «د ولسمشر د ځانګړي بیړني پلاوي په توګه نن (د چهارشنبې ورځ) په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر او د دې هیواد د نظامي او استخباراتي مشرتابه سره د مهمو خبرو له پاره.»
افغانستان، د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) پر دې تورنوي چې لږ تر لږه د جنورۍ پر شلمه نیټه د کابل پر انتر کانتیننتل هوټل باندې د برید له پاره یې د یو عامل په رزونه کې لاس درلود. خو پاکستان له یاغیانو سره د مرستې تورونه ردوي.
اې پي
زموږ له آرشیف څخه:
د ترهګرۍ نړیوال شاخص، په رپوټ کې راغلي دي چې په پاکستان کې په تیر میلادي کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله د ترهګرۍ په پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۹ سلنه لږ شوی. افغانستان تر عراق وروسته دوهم هیواد دی چي تر نورو اغېزمن شوی.
انځور: STR/AFP/Getty Imagesعراق د ترهګرۍ له کبله د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې له تیرو دریالسو کلونو راهیسې په سر کې ځای لري. د «ګلوبل تروریزم اندکس» په وینا په تیر میلادي کال کې په عراق کې د ترهګرۍ کابو درې زره پیښې رامنځ ته شوي چې په پایله کې یې نزدې لس زره کسان وژل شوي او ۱۳ زره ټپیان شوي دي. ترهگره ډله داعش د زیاتو پیښو مسئله بلل کیږي.
انځور: picture-alliance/APافغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې ترهګرۍ تر ټولو زیات اغیزمن کړی، په دوهم ځای کې دی. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې په ۱۳۰۰ بریدونو کې تر۴۵۰۰ زیات انسانان وژل شوي او تر پنځو زرو زیات ټپیان شوي دي. د زیاتو پيښو پړه پر طالبانو ده.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiله ترهګرۍ څخه د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې دریم ځای بیا نایجیریا خپل کړی. په دغه افریقایي هیواد کې د ۴۴۶ ترهګریزو حملو رپوټ ورکړل شوی دی، چې په پایله کې یې تر۱۸۰۰ زیات انسانان وژل شوي او شا او خوا زر تنه ټپیان دي. په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډول بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر تر اووه نیم زرو کسانو زیات وو.
انځور: Reuters/Stringerد ترهګرۍ د نړیوال شاخص د نوې رپوټ له مخې له کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان هیواد سوریه، له تروریزم څخه د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري. په سوریه کې د ترهګریزو پیښو زيات مسئولیت ګوته داعش او النصره جبهې ته نیول کیږي. په ۲۰۱۶م کال کې په سوریه کې د ترهګرۍ د ۳۶۶ پيښو رپوټ ورکړل شوی چې په پایله کې یې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي او تر۲۵۰۰ زیات ټپيان شوي ول.
انځور: Getty Images/AFPپاکستان په دغه نوملړ کې پنځم ځای لري. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې په ۷۳۶ ترهګریزو پيښو۹۵۰ کسان وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات ټپیان شوي ول. د ترهګرۍ د زیاتو پيښو مسئوليت پر تحریک طالبان پاکستان، د داعش د خراسان څانګه او لشکر جنګوي ډلې اچول کيږي. د رپوټ له مخې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۵۹ سلنه لږ سوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassanیمن د جنګي ډلو او د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف پر هوایي بریدونو سربیره له ترهګریزو پيښو سره هم لاس او ګریوان دی. په ټوله کې د ترهګرۍ په ۳۶۶ پيښو کې کابو۶۵۰ کسان وژل شوي دي. په دغه هیواد کې پر نورو ډلو ټپلو سربیره د ترهګرې ډلې القاعدې د یوې څانګې موجودیت رپوټونه هم ورکول کیږي.
انځور: Reuters/F. Salmanله ترهګرۍ څخه تر ټولو زیاتو اغیزمنو شوو لسو هیوادونو په ليست کې سومالیا پر اووم مقام دی، چیرې د الشباب په نوم تندلارې ډلي تر۹۰ سلني د زیاتو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
انځور: picture alliance/dpa/AAS. Mohamedهند، هم په دغه نوملړ کې پر اتم مقام دی. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې تر۹۰۰ زیاتو ترهګريزو پيښو کې ۳۴۰ تنه وژل شوي او شپږ سوه نور ټپیان شوي دي. دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال په پرتله اتلس سلنه زیات دی. زیاتې پيښې د هیواد په ختیځي څنډه کې شوې او د ترهګرۍ د زیاترو پيښو پړه ماویستي یاغیانو ته ورګرځي. په ۲۰۱۶م کال د لشکر طیبه په ترهګریزو بریدونو کې پنځه هندي اتباع وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelamترکیه هغه هیواد دی چې د لومړي ځل له پاره د لسو اغیزمنو شوو هیوادونو په کتار کې شامل شوی او په نهم مقام کې دی. په تیر میلادي کال کې په ترکیه کې د ۳۶۴ ترهګریزو حملو کې۶۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۲۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
انځور: Reuters/Y. Karahan لیبیا د معمرالقذافي د واکمنۍ له ختمیدو راهیسې له ګډوډیو سره مخامخ دی او په وروستیو کې د ترهګرۍ له پیښو سره هم لاس او ګریوان دی. د دغه نړیوال شاخص د درجه بندۍ له مخې په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ ۳۳۳ پيښې شوي چې څه کم د څلورو سوو کسانو ژوند یې اخیستی دی. په لیبیا کې هم د ترهګرۍ د زیاتره پيښو مسئوليت په اصطلاح «اسلامي دولت» یا داعش ډلي باندي اچول کيږي.
انځور: Reuters/H. Amara