«د افغانستان د وضعیت په اړه ارزونه بشپړه شوې»
۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعهکه څه هم د جنرال جان نیکولسن د ارزونې محتویات لا نه دي بربنډ شوي خو په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ستراتیژې په روانه میاشت کې تر هغه وروسته ډیر لوی بدلون وموند چې ولسمشر اوباما له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د خپلو ځواکونو صلاحيت لا پراخ کړ.
نکولسن په داسې حال کې خپله ارزونه او رپوټ وړاندي کوي چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په افغانستان کې میشت یوه امریکایي پوځي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې نیکولسن افغانستان ته تر رسیدو ۹۰ ورځې وروسته خپله ارزونه بشپړه کړې ده او هغه یې په پنتاګون کې خپلو مشرانو ته سپارلې ده.
د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه وایستل او په دې هیواد کې يې خپل نوی روزنيز ماموریت د «پریکړنده ملاتړ» تر عنوان لاندي پیل کړ. خو په وروستیو وختونو کې افغان پوځیان په هیواد کې د غځیدلې جګړې په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي چې د پلان له مخې تر راتلونکې کال پورې به یې شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته شي، خو امریکایي قومندانانو ولسمشر اوباما ته سپارښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د عسکرو شمیر ژر کم نه کړي.
ښايي د جنرال نیکولسن په رپوټ کې هم د امریکايي ځواکونو هغه شمیر روښانه شوي وي چې په افغانستان کې یې پاتیدل اړین بلل کیږي.
جنرال جان نیکولسن د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانده پر غاړه واخيسته او له هغه وخت راهیسې یې د افغانستان بیلابیلو سیمو ته سفر کړي دي چې د هیواد او وضعیت له اصلي حالته ځان ښه خبر کړي.
د نیکولسن په ارزونه کې ښايي په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا رامنځ ته کیدونکي ګواښونو او د هغوی د له منځه وړلو لارو چارو ته هم اشاره شوې وي.
طالبانو د سږ کال له ګرمي هوا څخه به ګټه اخيستلو، په افغانستان کې خپل بریدونه ډیر او پراخ کړي دي چې په دې ترتیب سره د لا ډیرو سیمو په کنترولو توانیدلي دي. دغه ډله اوس له ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر بل هر وخت ډیري سیمي په ولکه کي لري.