1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پايلي کله اعلانيږي؟

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، سبا له ټاکنیزو ډلو سره معلوماتي ناسته کوي. کمېسیون وایې، په دې ناسته کې به هڅه وشي چې معترضو ټاکنیزو ډلو ته قناعت ورکړي. خو ټاکنو کمېسیون د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې کله اعلانوي؟

Afghanistan Wahl | Zählung von Wahlstimmen in Herat
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان پر وړاندې معترضو ټاکنیزو ډلو خنډونه جوړ کړي او د جنجال د حل په موخه به له هغوی سره د یکشنبې په ورځ (د۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۸مه) ناسته وکړي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات دويچه ویله ته وویل: «په دې ناسته کې ټاکنیزو ډلو ته له انتخاباتي پروسې معلومات ورکول کیږي، دغه راز کوشش کوو چې هغوی ته قناعت ورکړو.»

د ټاکنو کمېسیون داسې مهال معترضو ټاکنیزو ډلو ته د قناعت ورکولو هڅه کوي، چې نن شنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۷مه) هم یوشمېر ولایتونو کې د همدغه کمېسیون د کړنو پرضد لاریونونه روان وو.

بدخشان او دایکنډي ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو لاریون وکړ او اعتراض کونکو غوښتنه کوله چې پاکې او ناپاکې رایې باید سره جلا شي.

له دغو څخه يو لاریونوال وايي: «کمېسیون دې هغه وخت پایلې اعلان کړي چې په ټاکنیز بهیر کې د معترضینو غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

ترټولو ستره ادعا

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ترټولو ستره ادعا داده چې د سپټمبر ۲۸مې ولسمشریزو ټاکنو کې کابو ۳۰۰ زره رایې له قانوني معیارونو پرته کارول شوي، چې باید باطلې اعلان شي.

خو حقوقي شنونکي حامد مصباح دويچه ویله ته وویل، د ۳۰۰ زره جنجالي رایو موضوع باید ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته راجع شي، چې هغوی یې په اړه پریکړه وکړي: «د ټاکنو کمېسیون باید تراوسه ابتدايي پایلې اعلان کړې وای، بیا وروسته که هرچا شکایت درلودی مرجع به معلومه وه او هغه مرجع هم د شکایتونو کمېسیون دی.»

د ټاکنو کمېسیون وار دمخه ویلي، رایې له ارزونې او بیاشمېرنې پرته نه شي باطلولی او غوښتنه یې کړې چې کمېسیون ته دې د رایو د ارزونې او بیاشمېرنې د بهیر بشپړولو اجازه ورکړل شي.

هاخوا د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټاکنیزه ډله وایې، د رایو ابطال او یا هغوی ته د اعتبار ورکولو په اړه د کمېسیون له پریکړو ملاتړ کوي.

په کمېسیون کې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې یوه څارونکي عبدالقادر هوتخېل دويچه ویله ته وویل: «کمېسیون باید خپلو صلاحیتونو ته په کتو نور د ټاکنو نتایج اعلان کړي.»

د ټاکنو کمېسیون تردې دمه په ۲۷ ولایتونو کې د رایو ارزونې او بیاشمېرنې بهیر بشپړ کړی، خو چارواکي وایې، ترڅو چې په پاتې ۷ ولایتونو کې د دغه بهیر پلې کېدو ته اجازه ورنه کړل شي، لومړنی پایلې نه شي اعلانولی.

پنجشېر، فاریاب، سرپل، جوزجان، بغلان او بدخشان هغه ولایتونه دي چې پکې ځايي ټاکنیز دفترونه تړل شوي.
 

د ټاکنو پایلې کله اعلانیږي؟

ټاکنو کمېسیون وایې، د ټاکنیزو ډلو سره د یکشنبې ورځې ناسته کې به له هغوی وغواړي چې د ټاکنیز بهیر پروړاندې دې نور خنډونه نه جوړوي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وویل: «که معترضې ټاکنیزې ډلې بیا هم مزاحمتونو ته دوام ورکړي، نو د لومړنیو پایلو د اعلان په برخه کې به تصمیم ونېول شي.»

یو شمېر کتونکي وایې، د ولسمشریزو ټاکنو اوسنی جنجال سیاسي شوی او اوس ډیر تمرکز پر سیاسي جوړجاړي کیږي.

حقوقي شنونکي حامد مصباح دويچه ویله ته وویل «اندېښمن یو چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په څېر به یوځل بیا د خلکو رایې ځای ونه نیسي او واک به د ونډو پر بنسټ ووېشل شي.«
 

اسماعیل شاکر – کابل

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل