1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبه

تر نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلان کړې. په دې اساس د افغانستان برحاله ولسمشر محمد اشرف غني د دویمې دورې له پاره هم د جمهور رئیس په توګه پاتې شو.

Hawa Alam Noorestani Leiterin afghanische Wahlkommission
انځور: Afghan CEO Office

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د یکشنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې په ۲۲نیټه) په کابل کې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۲۸ نیټه په افغانستان کې د ترسره شویو ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان کړې. د لومړنیو پایلو په اساس اشرف غني توانیدلی دی په لومړني پړاو کې اړين مطلق اکثریت ترلاسه کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. تر ټاکنو لږ وروسته هغه ځان بریالی اعلان کړی وو. په هغه وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې هیڅ کاندید اجازه نه لري چې پخپل سر ځان بریالی اعلان کړي.

په مجموع کې ۱۸ تنه نوماندان کولی شي تر دریو ورځو پورې خپل شکایتونه د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون سره ثبت کړي. ټاکل شوې وه چې د ټاکنو ابتدایي پایلې د اکتوبر میاشتې په ۱۹ نیټه اعلان شي.

د ۱۳۹۸ه ش کال د تلې یا میزان میاشتې د شپږمې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدایي پایلو جدول چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا خپور شوې دی. 

آژانسونه/ش.ن/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل