د افغانستان د پولې په لور مارش پیل شو
۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبهمظاهره کوونکو چې په موټرو کې سپاره ول له ځانه سره ئې «له پاکستان څخه د دفاع شورا» بیرغونو لیږدول خپل مارش پیل کړ. دغه شورا په پاکستان کې د توندلارو اسلامپالو ډلو یو ائتلاف دئ.
اسلام آباد په وروستیو وختونو کې له اوو میاشتو وروسته پریکړه وکړه چې د ناټو پر وړاندې خپله پوله پرانیزي. دغه پوله د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایی برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته تړل شوې وه.
«له پاکستان څخه د دفاع شورا» یوه چارواکي مولوي سمیع الحق وویل: «موږ دغه مارش د ناټو پر مخ د پولې د پرانیستل کیدو پر وړاندې د اعتراض په توگه پیل کړی دﺉ. موږ خپل حکومت ته خبرداری کوو چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې څخه ووځي.»
هغه زیاته کړه چې متحده ایالات وروسته له دې چې په افغانستان کې پیاوړي شي، پر نورو اسلامي هیوادونو هم بریدونه کوي:
«خو موږ به د دې کار اجازه ور نه کړو. موږ به د هغوی پر ضد وجنګیږو او د هغوی پلانونه به ناکام کړو.»
دغه مارچ له کویټې څخه پیل شوی دئ او د یکشنبې په ورځ به چمن ته ورسیږي، خو داسې نه ښکاري چې د دې مارچ له کبله افغانستان ته د ناټو روانې لارۍ ودرول شي، ځکه چې دا مارش سوله ییز ښول شوی دئ.
د مارش یوه تنظیموونکي عبدالستار چشتي وویل: «موږ د پولې صفر نقطې ته د تلو پلان نه لرو. موږ به چمن کې افغانستان ته نزدې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.»
له پاکستان څخه د دفاع شورا مشر تر دې مخکې ویلي وو چې تر هغه وخت پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله وتړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض