د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړه
۱۴۰۳ آبان ۵, شنبهد جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام ته د غوراوي په سیالیو کې په دریمه لوبه کې د کمبوډیا د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته راووتل اوپه پایله کې یې د کمبوډیا لوبډلې ته په خپل کور کې ۱-۳ په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۲۵ کې د آسیا د ملتونو جام ته لاړ ومونده.
د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د شپږو ورځو را په دیخوا په کمبودیا کې دي او له ماکاوو، بنګله دیش او کمبودیا سره په »ب« ګروپ کې شامل دي.
د فوټبال دغې ملي لوبډلې په خپلو لومړیو دوو لوبو کې د فلیپین او ماکاوو له ټیمونو سره سیالۍ وکړې او د فیلیپین پر وړاندې یې د ۰-۹ او د ماکاوو پر وړاندې یې ۰-۹په ګولونو سره ماتې ورکړه.
ټاکل شوې د اسیا د ملتونو جام د ۲۰۲۵ کال په جون کې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.