1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه او د خلکو غوښتنې

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

دا ځل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندان درېدلي چې د ملي یووالي حکومت ولسمشر او اجراییه رییس هم پکې شامل دي. دغه کمپاینونه کابو دوه میاشتې دوام کوي خو خلک غواړي چې په کمپاینونو کې نوماندان یو بل ته ښکنځلې ونه کړي.

Wahlplakate am rande der Straßen in Kabul
انځور: DW/G. Adely

نن که څه هم په افغانستان کې د کمپاین د پیل لومړۍ ورځ ده، خو بیا هم د یو او بل پر ټيمونو ځینې نیوکې شوي چې خلک وايي ټاکنیز ټیمونو باید د بل د تخریب پر ځای ځان ته کمپاین وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یکشنبې په ورځ ۱۸ ټیمونه لګیا شول چې د بریا په موخه له خپلو پروګرامونو او د افغانستان د راتلونکې لپاره طرحې وړاندې کړي.

له دې ډلې څخه د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ملي یوالي حکومت مخکینی د امنیت شورا مشر حنیف اتمر تر نورو مخکښ یادیږي او ګومان کیږي چې دا درې ټیمونه به وتوانیږي نور ټیمونه هم له ځان سره یو ځای کړي.

انځور: Reuters

محمد اشرف غني د کمپاین پر لومړۍ ورځ وویل چې د پنځو موخو لپاره نوماند شوی تر څو ناتمام تاریخ تکمیل کړي. هغه وویل سوله راتلونکې ده خو طالبان باید له زور څخه کار وانخلي ګني پر وړاندې به یې له زوره کار واخيستل شي.

اوسني ولسمشر محمد اشرف غني وویل: «مذاکرات به انشا الله پیلیږي خو جدي به وي، اساسي، قانوني او اصولي به وي. طالبانو ته مو په سپکه نه دي کتلي خو دا مه هېروئ چې هر افغان دروندوالی، عزت او احترام لري، که مو دروند راته ونه کتل تاسو به پښېمانه شئ.»

سوله د اکثرو نوماندانو د بحث مشترک اصل وو. د ملي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله که څه هم تر ډېره په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني پر تېرو پنځه کلنو کړنو نیوکې وکړې خو وايي چې سولې ته به په ریښتینې توګه غاړه کیږدي.

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وویل: «د سولې په هکله ژمن یو او دا د مطلق اکثریت تقاضا ده، دا زموږ ملي او دیني وجیبه ده چې هغه هلې ځلې چې زموږ په توان کې وي هغه به ونه سپموو.»

ولسمشرۍ ته نوماندان که څه هم وايي د بریا په صورت کې به سوله لومړیتوب وي خو طالبانو تازه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د کابل له ادارې سره به د حکومت په استازولۍ نه بلکي د یوه سیاسي جریان په توګه خبرې وکړي.

د کلام عفت مراعتول

ها خوا خلک او پر ټاکنو د څار ځینې بنسټونه بیا غوښتنه کوي چې په کمپاینونو کې دې انساني کرامت ته پام وشي او یو بل ته دې سپکې سپورې نه ویل کیږي ځکه په باور یې دا په ملت کې فاصله رامنځته کوي.

انځور: Reuters

د فیفا یا د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «له پوهنې او امنیتي سکټور څخه باید په کمپاینونو کې ګټه وانخلي، او تر څنګ یې له هغه څه باید ډډه وکړي چې د ملک مصلحت نه وي او په ټولنه کې درز رامنځته کوي یا قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو ته لمن وهي له هغو باید ډډه وکړي.»

صدف صميمي او تقوا همت هغه دوې پېغلې دي چې وايي ټاکنیز کمپاینونه پر ټولنيزو رسنيو په ناوړه توګه پر مخ وړل کیږي چې آن د کتلو او لوستلو هم نه وي.

دوی وايي: «په ټاکنیزو کمپاینونو کې باید ګوندونه یو بل ته ښکنځل ونکړي. زه په ټاکنو کې ګډون کوم او خپل ولسمشر ته رایه ورکوم، کمپاین کې باید بد او رد ونه ویل شي.»

د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ټولنیزې رسنۍ هم د کمپاین لپاره غوره وسیله جوړه شوې ده خو ځینې مهال د سالم کمپاین پر ځای یو او بل ته ښکنځل او پوچې خبرې پکې ډېرې کیږي.

انځور: DWQ.Wafa

په همدې وخت کې د ټاکنو کمېسیون هم وايي که کمپاینران له اصولو سرغړونه وکړي اخطار، جریمه او آن محکمې ته به ور وپېژندل شي.

د ټاکنو کمېسیون د رسنیو څانګې مسؤل رفیع الله رفیق صدیقي په دې اړه یوه کنفرانس کې وویل: «د انضباطي تدابیرو په توګه څلور اصله په پام کې نیول شوي چې، اخطار، جریمه، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور پېژندل او که په دې سره ونه شول نو باورلیک به یې لغوه کړل شي.»

د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیز کمپاینونو لپاره تر څه باندې څلور څلوېښت میلیونه افغانیو پورې د لګښتونو اجازه ورکړې او وايي که تر دې اندازې زیاتې پیسې ولګول شي نو پر وړاندې به یې قانوني چلند وکړي.

خليل رحمان اميد/ ن ص/خ ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل