د افغانستان د کرهنې وزارت وایي چې په وروستیو وختونو کې یې یوه سروې ترسره کړې ده. د سروي پایلې ښيي چې د اوو ولایتونو اقلیم د خرما د باغونو جوړولو ته مساعد دی. په دغو ولایتونو کې ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، نیمروز، خوست او فراه شامل دي.
د زراعت وزارت ویاند اکبر رستمي، وویل: «په پلان کې ده چې په دغو ولایتونو کې ۲۷۰۰ هکتاره د خرما باغونه جوړ شي. طرح وروستۍ شوې ده او اوس د مالي امکاناتو په لټه کې یو چې عملي کارونه یې پیل کړو.»
د افغانستان د کرهنې وزارت وایي چې همدا اوس هم په ننګرهار، فراه او هلمند ولایتونو کې د خرما باغونه جوړ شوي دي. رستمي په دې اړه وویل: «موږ تیر کال په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د خرما ښه حاصلات لرل. له همدې کبله غواړو په بیلابیلو ولایتونو کې د خرما تولیدات ولرو.»
په اوس وخت کې افغانستان ډیر وخت له عربي هیوادونو څخه خرما واردوي. ایران هم افغانستان ته د خرما د صادروونکو هیوادونو په ډله کې شامل دی. په روژې میاشتې کې په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د خرما له پاره تقاضا لوړیږي چې په پایله کې یې بیه هم لوړيږي. د بدخشان ولایت یو اوسیدونکی نور احمد، په دې اړه وویل: «تر دې مخکې په کابل کې یوه قوطي ایراني خرما د ۶۰ او ۷۰ افغانیو تر منځ وه. خو اوس یې موږ په بدخشان کې په ۱۲۰ افغانیو رانیسو.»
د افغانستان د زراعت وزارت ویاند وایي چې تیر کال د فراه او ننګرهار ولایتونو د خرما حاصلات دوه زره کیلوګرامه ته رسیدلي وو.
پ.ع/ م ج
مسلمانان په روژې میاشتې کې د معنوي اړخ د پیاوړتیا له پاره د ورځې په اوږدو کې څو ساعته خوراک او څښاک نه کوي. له څو ساعتونو وروسته بیا د روژه ماتې د دسترخوان وخت رارسیږي. په کومو هیوادونو کې کوم خواړه مشهوره دي؟
انځور: DW/I. Melloukحلوا د روژه ماتې پر دسترخوان د ایرانیانو د زړه پورو خوږو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ په نورو برخو کې هم په مسلمانانو کې محبوبیت لري. د حلوا د خوند د ښه کولو له پاره ایرانیان زیاتره له ګلابو، هېل او زعفرانو څخه استفاده کوي. د ځینو نورو ټولنو خلک له دارچیني او زنجفیل څخه هم کار اخلي.
انځور: Mitraد هغه سنت له مخې چې د اسلام پیغمبر ته منسوبیږي، ډیری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي. خرما ډیر ویتامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ ده نو له همدې له کبله د روژه ماتې پر مهال ژر د روژه لرونکو د خوږو کموالی جبرانوي.
انځور: Farjana K. Godhuly/AFP/Getty Imagesحریره چې له هسپانیې څخه یي منشه اخیستې په مراکش او غرب الجزایر کې د روژه ماتې پر مهال د ګرمو خوړو په توګه خوړل کیږي. دغه خواړه د بیلا بیلو موادو لکه نخود، دال، د غویي او یا د پسه غوښه، رومیان، تازه ګشنیز او اووه ډوله مسالو ترکیب دي.
انځور: Fotolia/Yahia Loukkalبورک د ترکانو ځانګړی خوراک دی او له عثماني دور څخه په خپل ځای پاتې دی. د الجزایر په ختیځ او همداشان په تونس کې بورک د روژه ماتي لازمي جز دی چې بل څه یې ځای نه شي نیولی. بورک د نازکه اوړو پرچه وي چې د کچالو، کوفتې، پنیر او یا هم د چرګې له هګیو څخه ډکیږي. بیا وروسته دغه څه په غوړو کې سره کیږي.
انځور: ben Belgacem / DWد فتوش سلاد چې له بادرنګ، رومي او ګشنیر څخه جوړیږي، د هغو خوړو له ډلې څخه دی چې په روژه کې محبوبیت لري. هغه څه چې دا سلاد نور هم ځانګړی کوی د سرې شوې ډوډۍ پرچې او همداشان د اوږې، لیمو اوبه او د زیتون غوړي او نعنا ده.
انځور: Imago/ZUMA Pressهریسه له هغو دودیزو خوړو څخه دي چې نه یوازې د فارس خلیج د څنډې عربي هیوادونو بلکې د ارمنیانو او هندیانو په منځ کې هم محبوبیت لري. د دغو خوړو چې له نرم شوو غنمو، کوچو او د پسه له غوښې جوړیږي لرغونتوب لسمې پیړۍ ته رسیږي. د دغو خوړو یو ډول بې له غوښې هم تیاریږي.
انځور: Krista Garciaآلبالو، زردآلو، وچ انځر او کشمش: دا د خوشاف خوړو لومړني مواد دي. دا خواړه چې د مدیترانې سمندرګې له ختیځ او ایران څخه یې سرچینه اخیستې د روژه ماتي همیشني خوراک شمیرل کیږي. ځینې په دغو خوړو کې بیلا بیلې خستې هم ګډوي. په لومړي سر کې وچې میوې له یو او بل سره خوټول کیږي او بیا وروسته بورې او ګلاب سره ګډیږي..
انځور: DW/S. Fotouhجلیبي او بامیه (یو ډول ایراني خواږه) د ایرانیانو او د شمالي افریقا څخه نیولی د هند تر نیمې وچې پورې د خلکو په منځ کې محبوبیت لري. د جلیبۍ په جوړولو کې معمولا له اوړو، زیتون د غوړو، بورې، زعفران، هیل یا لاچي ګلاب...څخه استفاده کیږي. په غوړیو کې تر سرو کولو وروسته بیا جلیبي د لږ وخت له پاره په خواږه شربت کې ایښودل کیږي.
انځور: picture-alliance/Photoshotعربان له هندي تمر یا هندي خرما څخه یو ډول شربت جوړوي چې د زیات آنتي اکسیدن د لرلو له کبله د هاضمې له پاره ډیر ښه دی. د دغه شربت د جوړلو له پاره هندي خرما به اوبو کې جوشول کیږي او بیا وروسته ترلاسه شوی شربت له ګلاب او بورې سره یوځای کیږي.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/AGF-Foto