1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله بنګله دیش ته ځي

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې بنګله دیش ته ځي، څو هلته له خپلې کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې وکړي. دغه لوبې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته د تګ له پاره کیږي.

ICC Cricket World Cup - Bangladesh gegen Afghanistan
انځور: picture-alliance/PA Wire/A. Davy

د بنګله دیش د کریکټ بورډ ویلي دي چې د افغانستان د کریکټ ملې لوبډلې کوربتوب کوي. تر دې دمخه د افغانستان د کریکټ لوبډلې په قطر کې د نیدرلنډ له لوبډلې سره درې یو ورځنې لوبې وکړې او دغه لړۍ یې درې صفر وګټله. په دې ترتیب د افغانستان لوبډله د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو کې د ۱۳ لوبډلو په منځ کې اوس پنځم ځای لري.

په ۱۳ لوبډلو کې لومړنۍ اته لوبډلې په مستقیم ډول د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته چې په هند کې ترسره کیږي، لار مومي. د اوسنيو نمرو له مخې په دغه نوملړ کې انګلستان لومړی او بنګله دیش دوهم مقام لري. هره لوبه لس نمرې لري.

د بنګله دیش او افغانستان ترمنځ یو ورځنۍ لوبې نړیوال جام ته په مستقیم ډول د تګ برخه دي. د بنګله دیش د کریکټ بورډ په وینا په پام کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۳، ۲۵ او ۲۸ نیټو په چټاګنګ ښار کې د ظهور احمد چودري ستدیوم، کې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

د پلازمېني ډاکه په شیر بنګله ملي لوبغالې کې به د مارچ مياشتي پر دریمه او پنځمه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې شل اوریزې لوبې وشي.

زیاته شوې ده چې د افغانستان لوبډله به د یو ورځنیو لوبو تر پیلولو دمخه په سلهټ ښار کې اووه ورځي تمرینونه وکړي.

س.ر./ن.ج. (اې اف پي)