د افغانستان د کړکيچ له امله د اروپا اتحاديی پاکستان ته مخ اړولی
۱۳۸۹ خرداد ۱۵, شنبهد پاکستان د حکومت مشر يو سف رضا ګيلاني د جمعي په ورځ په بروکسل کي د اروپا د اتحاديي له سياسي مشرانو سره د تروريزم ضد جګړي د همکاريو پر سر خبري وکړي.
ډيره موده د اروپا اتحاديي د پاکستان په هکله فکر هم نه کاوه. خو په افغانستان کي د رواني کړکيچ له امله د پاکستان په وړاندي د اروپا د اتحاديي په دريځ کي بدلون راغي. په اروپا کي اوس سياسي نظر دا دي چي په افغانستان کي د لويديځ ټولي پوځي اوسياسي هڅي د پاکستان ثبات پوري تړلي دي. د دي خبري پخلي د اروپا د اتحاديي د شورا رييس، Herman Van Rompuy د جمعي په ورځ د پاکستان له صدارعظم، يوسف رضا ګيلاني سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وکړه.
هغه وویل: «په پاکستان کي تحولات په اروپا او په ټوله نړي باندي مستقيما اغيزه لري. نو په دي وجه دا زمونږ په ګټه ده چي د پاکستان په هکله فعاله ليوالتيا ښکاره کړو.»
د اروپا اتحاديه له مختلفو لارو پاکستان څخه ملاتړ کوي. دغه هيواد د اروپا د اتحاديي له مستقيمو مالي او د مرستو له نوروپروګرامونه څخه برخه من کيږي. په دي جمله کي د اروپا اتحاديه په پاکستان کي د ديموکراسي کيدو، ښووني او روزني او د فقر او بي وزلي پر ضد مبارزي ته خورا ارزښت ورکوي. د اروپا د اتحاديي د شورا د رييس ،Van Rompuy په نظر، نوموړي مسايل له افراطيت سره مستقيما اړيکه لري. هغه په مطبوعاتي کنفرانس کي ګيلانی ته په خطاب کي وويل:« ښاغلي صدراعظم، مونږ ګډ دښمنان لرو، بي وزلي او تروريزم. زمونږ ګډه وسله سياسي ديموکراسي ده. اوس بايد برياليتوب ته ورسيږي.»
د اروپا اتحاديه د پاکستان له حکومت څخه غواړي چي نه يواځي د تروريزم ضد جګړه کي خپل نقش خوندي وساتي، بلکه په خپل هيواد کي د ديموکراسي پروسي ته دوام ورکړي. خو د پاکستان صدراعظم ګيلاني ته دغه دواړه سختي او ستونزمني ننګوني دي. هغه د اروپا له اتحاديي څخه په دي لاره کي د ملاتړ او مرستي غوښتنه وکړه. ګيلاني غوښتنه وکړه چي د هغه د هيواد له اقتصاد سره د مرستي په موخه د اروپا د بازارونو دروازه د پاکستاني محصولاتو پر مخ پرانيستله شي، د بيلګي په توګه د ټوکرو محصولات. خو د اروپا اتحاديه د خپلو مارکيټونو بشپړ آزادول تر اوسه پوري ردوي. د اروپا د اتحاديي د کميسيون رييس Jose Manuel Barroso په دي اړه د هغي اتحاديي له 27 غړو هيوادونو، د اروپايي پارلمان او د سوداګري له نړيوال سازمان سره ستونزمنو خبرو اترو ته اشاره وکړه چي د اروپايي بازارونو په وړاندي خڼد پيدا کوي. خو Barroso وويل چي ښایی په راتلونکو يوه يا دوو کلونو کي د اروپا بازارونه د نړيوالي سوداګري پر مخ په بشپړه توګه پرانيستل شي.
د پاکستان د صدراعظم لپاره خورا مهمه دا هم وه چي ووايي دلته په اروپا کي له اسلام څخه يو غلط انځور ترسيم شوي دي، هغه يو انځور چي د اسلام له اصلي روح سره اړيکه نه لري. هغه وويل:« اسلام د سولي او ځغم دين دي. په لويديځ کي ځینی داسي فکر کوي چي ګواکي هغه د تروريزم دين دي. مونږ له داسي يو فکر سره مخالف يو. مونږ سوله خوښونکی خلک يو. زمونږ دين مونږ ته د ميني او سولي درس راکوي.»
له دي مخکي د پاکستان صدراعظم په بروکسل کي د ناتو په مقر کي د هغه سازمان له عمومي منشي، اندرز فوګ رازموسن سره وليدل. په دغي ليدنی کتنی کي يلاني ژمنه وکړه چي د هغه هيواد به د تروريزم ضد جګړه کي په خپلو ژمنو ټينګ پاتي شي.
کريستوف اسلبخ/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي