1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان سره په پوله کي بايد امنيتي کمربند جوړ سي"

۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبه

د قزاقستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستيوت مشر بولات سلطانوف وايي چي د مرکزي اسيا هيوادونه بايد د افغانستان سره په پوله کي يو کلک امنيتي کمربند جوړ کړي.

د قزاقستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستيتوت مشر بولان سلطانوف
د قزاقستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستيتوت مشر بولان سلطانوفانځور: DW

سلطانوف د سينترال آسيا منيتور ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي چي: « راځي چي رشتيا ووايوـ چي امريکايانو او د هغوی متحدينو و نسوای کړای چي طالبان مات کړي.»

نوموړي ويلي چي: « که سړی د افغانستان وضعه د نژدې او منځني ختيځ سره پرتله کړی نو ټوله يوه بڼه لري. که سړی د معمرالقذافي په خوله ووايي نو جگړې صليبي بڼه اخستې دا که موږ غواړو يا نه اوس همداسي ده او دا نسخه د ليبيا د مشرانو لخوا کارول سوې ده او اوس د ټولو مسلمانانو په سر کي گرځي.»

د قزاقستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انستيتوت مشر بولات سلطانو په خبره هر څو مره چي ناټو په افغانستان کي سړکونه او کلينيکونه جوړ کړي دا ټول بې معني دي، پر دغو سړکانو ټانکونه گرځي او کلينيکونو ته يې په بمباريو کي وژل سوي يا ټپي سوی ملکي وگړي ور وړل کيږي.

د څه د پاره به افغانان د ناټو ځواکونه په خپل هيواد کي وزغمي؟

سلطانوف د سينترال آسيا منيتور ورځپاڼي سره په مرکه زياته کړې چي په افغانسان کي د جگړې پای ځکه هم نه ښکاري چي دغه جگړه د سعودي عربستان د ميلياردرانو لخوا تمويلږي.

دغه د تيلو ميليارډران که سړی ووايي چي يو وخت به ددوی پيسې هم خلاصي سي داسي نه ده، که ويل کيږي چي هلته څلوېښت کاله وروسته د تيلو چينې وچيږي خو تر هغه وخته به د بنسټپالو پوره مالي ملاتړ کيږي.

سلطان وايي چي د مرکزي آسيا هيوادونو ته ضرور په کارده چي د افغانستان سره په پوله کي يو امنيتي کمربند جوړ کړي.

« کيدای سي چي په لومړی سر کي د افغانستان د شمال څخه د ازبکستان او تاجکستان هيوادونو ته خطر متوجه وي.»

د سلطانوف په خبره په کارده چي د افغانستان د شمالي سيمو سره په سرحد کي يو امنيتي کمربند جوړ سي تر څو هم د تروريزم او هم مو د مخدره موادو د قاچاق مخه نيولې وي.

بولات سلطانو په مرکه کي زياته کړې چي په دې پروسه کي سړی کولای سي چي چين او ايران هم د ځان سره شريک کړی، او هغه وخت نو موږ نور هم قوي د افغانستان د سرحد ساتنه وکولای سو.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب