1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د افغانستان شمال ختيځ کې ۱۳ حکومت پلوي ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو په څنډه کې د حکومت پلوو ځواکونو لږ تر لږه ۱۳ جنګيالي د طالبانو په يوه شپني‌ بريد کې وژل شوي دي.‌ دغه خبره چارواکو کړې ده.

Afghanistan | Militäroperation in Marja
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency/L. Gah

دوو افغان چارواکو د آلمان خبري‌ اژانس ته ويلي‌ دي‌ چې د بادغيس ولايت په مرکز کې لږ تر لږه اووه تنه نور جنګيالي تښتول شوي‌ هم دي.‌ په خبره يې بريد کوونکو د هغوی وسلې او مرمۍ هم له ځان سره وړې دي.‌

 بادغيس د افغانستان يو له هغو ناکرارو ولايتونو څخه دی چې طالبان پکې ډېر حضور لري.‌ د ځايي‌ چارواکو په حواله د دغه ولايت دوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالب جنګياليو له خوا کلابندې دي.‌ د ولايت په شمال ختيځ بالا مرغاب ولسوالۍ کې دوه سوه افغان جنګيالي‌ په دوامداره توګه د طالبانو له بریدونو سره مخامخ دي.‌ دغه خبره د ولايتي‌ شورا غړي،‌ بها الدين قادسي کوي.‌ د هغه په خبره حکومت ورته د هوا د لارې اکمالات کوي.‌

 په روانه اوونۍ کې د طالبانو بريدونو او بمونو ټول ټال څه باندې سل تنه وژلي‌ دي.‌ طالبانو د فبرورۍ مياشتې په پای کې له متحده آيالاتو سره يو تړون لاسليک کړی دی چې د زندانيانو تبادلې ته يې لاره هواره کړې ده.‌ دغه لړۍ پيل شوې هم ده چې کېدای شي‌ بين الافغاني‌ خبرو اترو ته هم زمينه مساعده کړي.‌ د دغه تړون له مخې به ټول نړيوال ځواکونه د طالبانو له خوا د امنيتي ضمانتونو په بدل کې د ۱۴ مياشتو په ترڅ‌ کې له افغانستان څخه وځي.‌

د پنجشنبې په ورځ‌ افغان ولسمشر اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې د مسلمانانو سپېڅلې مياشت رمضان ته د احترام له پار اوربند ومني چې طالبانو دغه خبره سمدلاسه رد کړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب