د افغانستان عالمانو سرتاسري شورا افغان جګړه ناروا وبلله
۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه![Afghanischer Sufi](https://static.dw.com/image/18320610_800.webp)
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا وايي، روانه جګړه په ټوله مانا ناروا، ورور وژنه او مسلمان وژنه ده. د دې شورا په پریکړه لیک کې چې نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي ۳مه) یې خپور کړ راغلي: «دا جګړه ناروا ده په دې جګړه کې عامه او خصوصي تاسیسات ویجاړیږي.»
د عالمانو سرتاسري شورا له بګرام هوايي اډې څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو یوه ورځ وروسته دغه اعلان کړی. د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بګرام تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کېده.
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا ځای ناستي مشر مولوي سردار ځدراڼ خبریالانو ته وویل، چې روانه جګړه د اسلام او مسلمانانو په زیان ده. ده زیاته کړه: «دا جګړه د ځوانانو د وژلو، عامه تاسیساتو او کروندو د تخریب لامل کېږي او د خلکو ترمنځ نفرت او دښمني زیاتوي.»
طالبان د عالمانو د سرتاسري شورا دغه پریکړه لیک ته په غبرګون کې وايي، چې جګړه او د هغوی په ټکو "جهاد" یې د دوو سترو موخو لپاره پيل کړی.
دغه دوه موخې څه دي؟
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دوه اهداف مو د بهرنیو ځواکونو وتل، د هېواد استقلال، ازادي او بل هلته د یو اسلامي خپلواک نظام رامنځته کېدل دي، نو د دغو دواړو اهدافو ترلاسه کېدو پورې به ان شاالله زمونږ جهاد او مبارزه جریان لري.»
ښاغلي وردګ افغانستان کې پر ټولو ښکېلو اړخونو هم غږ وکړ چې د دې دوو سترو موخو د ترلاسه کولو لپاره دې هڅې وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې تردې وړاندې د اندونیزیا، بنګله دېش، مصر، سعودي عربستان دیني عالمانو افغانستان کې د جګړې بندولو غوښتنه کړې.
دغه راز، نیږدې یوه میاشت وړاندې د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې هم د افغانستان او پاکستان یوشمېر دیني عالمانو د افغان جګړې خلاف فتوا ورکړه.
د عالمانو شورا پر رول بې باوري
خو په کور دننه بیا د عالمانو شورا پر رول او دریځونو نېوکې کیږي. سیاسي شنونکي جواد میریان دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې دې شورا ته ډیر خلک د یوې فرمایشي شورا په سترګه ګوري.
ده زیاته کړه: «د عالمانو پر شورا خلک بې باوره دي، مثلا دغو عالمانو تراوسه د انتحار، ځانمرګي یا ځانوژنې په اړه یوه واضح فتوا ورنه کړه چې دغه کار د دین له اړخه څه ډول دی؟»
د ولسي جرګې یوه پخواني غړي مولوي احمدالله موحد دویچه ویله ته وویل، د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په تېرو شلو کلونو کې بې پرې نه ده پاتې شوې. ښاغلی موحد سره له دې چې د عالمانو شورا پریکړه لیک د جګړې پر ښکېلو غاړو ډیر اغیزمن نه بولي، خو د جګړې ختمېدا په اړه یې د دې شورا له څرګندونو هرکلی وکړ.
موحد وايي: «بهتره به دا وي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان عالمان که هغه د طالب اړخ کې دي او یا د حکومت او یا هم بې طرفه دي، باید ځانګړی فکر وکړي، افغانستان نور له دې بدبختیو وژغوري او یقیناً چې په افغانستان کې د نن جنګ یوه فتنه ده دې کې هیڅ شک نشته او پردې به ټول علما متفق وي.»
دغه دیني عالم چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې یې د نورستان ولایت استازولي کوله زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دلته د جګړې هیڅ ډول پلمه نه ده پاتې شوې.
اسماعیل شاکر – کابل