د افغانستان د فوټبال لوبډلي د ملي روزونکي په توگه ۷۹ کلن آلمانی اوتو فیستر ټاکل شوی دی. خو هغه یوازې پارټ ټایم یا نیمه وخت کار کوي. هغه د «ایکسپرس» په نوم ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «زه باید په کال کې شپږ وارې هر ځل د دریو اوونیو له پاره سفر وکړم.»
اوتو فیستر چې د آلمان په کولن ښار کې زیږیدلی دی د تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د روزونکي په توگه تړون لاسلیک کړ. خو دی به ډیر لږ وخت په افغانستان کې تیروي. هغه له نوموړي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان «داسې یو هیواد دی چې جگړه پکښې روانه ده، او زیاتره لوبغاړي په بهر کې دي. زه لوبډله د آسیا اتلولیو ته چمتو کوم. روزنیز کمپونه په دوبۍ یا قطر کې دي.»
اوتو فیستر تر دې دمخه هم په ځينو بهرنیو هیوادونو کې د روزونکي په توگه دنده ترسره کړې ده، تر ټولو زیات په افریقا او عربي حوزه کې. په ۲۰۰۶م کال کې په آلمان د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې دی د توگو هیواد د ملي لوبډلې روزونکی وو. په ۱۹۹۲م کال کې دې په افریقا کې د کال د غوره روزونکي په توگه هم ټاکل شوی وو.
ده د رواندا، اوسنۍ بورکینا فاسو، سینیگال، عاج ساحل، اوسنی د کانگو دیموکراتیک جمهوریت، گانا، بنگله دیش او د سعودي عربستان د فوټبال د ملي لوبډلو د روزونکي په توگه هم کار کړی دی. پر دې سربیره یې په ځينو نورو عربي هیوادونو کې د روزونکي په توگه کار کړی دی.
په پام کې ده چې د ده په وخت کې به افغانستان د آسیا جام د غوراوي سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې پر ۲۸ نېټه له ویټنام سره وکړي. اوتو فیستر ویلي دي چې هغه لوبي چې بايد د افغانستان په میدانونو کې ترسره شي «په سانکت پېتربورگ یا تهران کې ترسره کیږي. دا یو ښه کار دی! زه ورته خوشحاله یم.»
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: د سویلي اسیا هیوادونو په جام کې د افغانستان اتلولۍ په انځورونو کې
افغانستان د سویلي اسیا د هیوادونو په جام کې هندوستان ته له ماتې ورکولو سره دغه جام وگاټه. تر دې مخکې افغانستان بوتان، سریلانکا، نیپال ته ماتې ورکړې وه او له مالدیو سره یې لوبه مساوي ختمه شوې وه.
انځور: DW/Hoshang Hashimiافغانستان د هندوستان پر وړاندې لوبه د دوو گولونو په وهلو سره وگټله. تر دې مخکې هندوستان په ۲۰۱۱ کال کې د همدې جام په پای لوبه کې افغانستان ته په څلورو گولونو ماتې ورکړې وه.
انځور: GoalNepalافغانستان خپل لومړۍ گول په ۱۲مه دقیقه او بیا دویم گول په ۶۲مه دقیقه کې وواهه.
انځور: GoalNepalد پای لوبې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر، ویلي وو چې لوبغاړو یې د ۲۰۱۱ کال ماتې نه ده هیره کړې او دا ځل به هرو مرو د اتلولۍ کپ له ځانه سره افغانستان ته یوسي.
انځور: GoalNepalافغان لوبډلې له پیل څخه د خپل سیالې ډلې پر ګول باندې سخت بریدونه وکړل او مصطفی آزاد زوی په ۱۲مه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. د لوبې دویم ګول په ۶۲مه دقیقه کې سنجر احمدي وواهه.
انځور: GoalNepalد لوبې تر دویم گول وروسته هندستان ډیرې هڅې وکړې چې گول وواهي خو په دې و نه توانیدل. او گوله دوه د صفر له پایلې سره د افغانستان په گټه پای ته ورسیده.
انځور: GoalNepalد افغانستان د لوبې په ترکیب کې یو شمیر هغه افغانان هم شامل دي چې له دې هیواده بهر ژوند کوي. د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو یې هم د افغان ډلې گول ساتونکی منصور فقیریار (په سپینو جامو کې) دی چې د سویلي اسیا هیوادونو په جام کې ډیر وځلید.
انځور: GoalNepalد افغانستان او هندوستان تر منځ د پای لوبې د لیدو له پاره ډیر شمیر افغان چارواکي، د پارلمان غړي، سوداګر او ملکي وګړي نیپال ته تللي ول او په ژوندۍ بڼه یې د خپل هیواد لوبغاړي تشویقول.
انځور: GoalNepalد افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې هم افغانانو دغه سیالۍ یو ځای او به لویو تلویزیونونو کې ولیدله او د خپلې لوبډلې د بریا له کبله یې خوښي څرگنده کړه.
انځور: DW/Hoshang Hashimiکه څه هم افغانستان په اسیايي جام کې د لوبیدو له پاره لا اوږده لار په مخ کې لري، خو له دې بریا سره دغه لاره سخته نه ښکاري.
انځور: DW/Hoshang Hashimi