1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو د آزادیدو لړۍ دوام لري

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

افغان حکومت په تیرو دوو ورځو کې په کابل او هرات کې سلګونه طالب بندیان آزاد کړي دي. دغه بندیان څوک دي او په کومو جرمونو بندیان شوي ول؟

Gefängnis Bagram Freilassung Kabul Afghanistan Archiv 2013
انځور: picture-alliance/dpa

وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کوچني اختر په مناسبت اعلان وکړ چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو په غوښتنه به د افغانستان له زندانونو څخه نږدې ۹۰۰ بندیان خوشي کړي، اوس د دغو بندیانو د خوشې کولو بهیر پيل شوی دی.

د سولې مشورتي لویې جرګې، چې د ولسمشر په غوښتنه له طالبانو سره د سولې د چوکاټ تعینولو په موخه د اپریل په میاشت کې جوړه شوې وه، په خپله وروستۍ پریکړه کې ویلي وو چې د باور او حسن نیت د رامنځته کولو په خاطر دې د بندیانو د خوشې کولو له پاره اقدامات وشي.

د افغانستان د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله یوازې د دوشنبې په ورځ د کابل په ختیځ کې له پلچرخي زندان څخه ۱۷۰ تنه طالب جنګیالي خوشې شوي دي. د بندیانو د خوشې کیدو د لړۍ په دوام کې ۳۸ تنه بندیان د هرات له زندان څخه آزاد شوي دي. د هرات ولایتي ویاند جیلاني فرهاد، له دویچه ویله سره په مرکه کې د دغو بندیانو خوشې کیدل تائید کړي دي. فرهاد دویچه ویله ته د دغو بندیانو په اړه چې څوک دي او کوم جرمونه یې ترسره کړي دي وویل: «دا هغه کسان ول چې پخوا د حکومت له مخالفینو سره د همکارۍ او تروریستي فعالیتونو په تور په هرات ولایت کې نیول شوي ول. دوی د خپل حبس له مودې څخه هم ډیر وخت تیر کړی دی. دوی تیره ورځ خوشې شول.»

د هغو رپوټونو په پام کې نیولو سره چې ویل کیږي په تیرو وختونو کې خوشي شوي طالب زندانیان بیرته د جګړې لیکو ته ورغلي دي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګژوبله ور اړوي، د دغو بندیانو خوشی کیدل د یو شمیر افغانانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

په دې تړاو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محبس د مسئولینو، څارنوالۍ او جمهوري ریاست د نظر معلومولو په اړه د دویچه ویله هڅې بی نتیجې پاتې شوې.

انځور له آرشیف څخه: طالب بنديانځور: AP

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، ادعا کړې چې د ولسمشر د حکم له عملي کیدو وروسته، د طالبانو یو مشهور قوماندانان چې پر ضد یې نزدې ۲۳۰۰ شکایتونو ثبت شوي دي او له القاعده شبکې سره یي هم ارتباط درلود د فاریاب له زندان څخه خوشی شوی دی.

کوهستاني وویل: «په همدې توګه ډیر داسې کسان دي چې د ولسمشر په فرمان خوشې شوي دي. هغه کسان خوشې شوي دي چې د طالبانو مطرح کسان دي او کولی شي په راتلونکي کې د طالبانو لیکې پياوړې کړي او د افغانستان په سولې او جګړې اغیز ولري.»

طالبانو هم د یوې اعلامیي په خپرولو سره د بندیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یي ده چې افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د پلچرخي، بګرام او د ولایتونو له زندانونو څخه یو شمیر بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د ۸۸۷ بندیانو له ډلې څخه چې ټاکل شوې د افغانستان له زندانونو څخه آزاد شي، ۲۶۱ تنه یي د دوی د ډلې غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له «طلوع نیوز» خصوصي تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي ټول دغه بندیان د طالبانو د ډلې غړي دي.

sI/sn/mj