1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له پاره د آنلاين پوهنتون پروژه

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

له افغانستان څخه دباندي ژوند کوونکو افغانانو د يو افغان آنلاين پوهنتون د جوړولو پروژه پېل کړې ده. پر واک د طالبانو په راتګ سره د دغه هيواد ښوونيز او تحصيلي نظام د ستونزو سره مخامخ دی.

Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
په افغانستان کي له اگست مياشتي راهيسي ښځينه محصلينې پوهنتونونو ته د تلو اجازه نلريانځور: Bulent Kilic/AFP

د روان عيسوي کال په اګست مياشت کي پر واک د طالبانو د راتللو وروسته په لسونو زرو افغانانو خپل هيواد پرې ايښی دی. دا چي په دقيقه توګه په تيرو تقريبا درو مياشتو کي په کوم شمير افغانان له خپل هيواد څخه وتلي دي، لا نه ده روښانه. زيات شمير افغانان په ناقانونه توګه د افغانستان ګاونډي هيوادونو ترکمنستان، پاکستان يا ايران ته کډوال سوي دي. د يو اټکل له مخي په تيرو لسيزو کي تقريبا ۶ مليونو افغانانو خپل هيواد پرې ايښی او مهاجر سوي دي. له دغو څخه هغه افغانان چي پيسې يا اړين امکانات لري، د هغوی له لپاره د خپلې کډوالۍ لومړی هدف اروپايي هيوادونه اوسېدلي دي.

اوس له افغانستان څخه دباندي اوسېدونکو افغانانو په آلمان کي د «آنلاين پوهنتون» يوه پروژه پېل کړې ده. هغوی غواړي چي د دغې پروژې په مرسته له افغانستان څخه دباندي مېشتو افغانانو ته د کار په بازار کي چانسونه زيات کړي. په دغه پروژه کي دخيل کامبيز قوامي د آلمان ږغ دويچه وېله ته په يو جواب کي ليکلي دي چي د دغه آنلاين پوهنتون مقصد به دا وي چي افغانان مجبوره نه وي چي صرف به ټکسي چلوي يا به د پيتزا په دکان کي کار کوي، بلکه هغوی د لوړو زدکړو امکان هم په لاس راوړي.

کامبيز قوامي د «نړيوالو تحصيلي خدماتو» په نوم مؤسسې د آلمانۍ کمېټې رئيس دی. ياده آلمانۍ  کمېټه د آلمان په ويسباډن کي مستقره ده چيري چي د افغانانو له پاره د آنلاين پوهنتون مفکوره هم زېږېدلې ده. ياده مؤسسه په ټوله نړۍ کي د بشري حقونو او زدکړو له پاره مبارزه کوي. دغه مؤسسه وايي کله چي طالبانو د اګست په مياشت کي کابل هم ونيوی نو په سلونو د پوهنتون سره منسلکو کسانو له دغه سازمان سره اړيکي ونيولې او ورڅخه هيله يې وکړه چي له افغانستان څخه په وتلو کي ورسره مرسته وکړي. د دغه سازمان په وينا يو شمير هغه د پوهنتونونو استادان چي له افغانستان څخه په تېښته بريالي سوي دي، هغوی غواړي د دغه کمېټې سره مرسته وکړي چي له افغانستان څخه دباندي افغانانو ته د مسلکي کېدو امکانات برابر کړي. لږ وخت تر مخه د اکاډميکې همکارۍ آلماني سازمان ډي اې اې ډي او د ويلهېلم فون هومبولډت بنياد د افغانستان د محصلينو او استادانو له پاره د ځانګړو پروګرامونو اعلان وکړ.

په آلمان کي هڅوونکې غبرګونونه

د يو اټکل له مخي دمګړی په افغانستان کي ۳۷۹ زره محصلين سته چي تر زياتي اندازې يې د تحصيل، تحقيق او ښوونې امکانات ناڅرګند دي. په زياته د ښځينه محصلينو له پاره وضعه د ډيرو ناهيليو سره مل ده چي د نورو تر څنګ يې يوه وجه د مېرمنو په تړاو د طالبانو مفکوره ده. قوامې د آلمان ږغ ته په جوابي ليک کي زياته کړې ده چي د افغانانو له پاره آنلاين پوهنتون به په زياته افغان ښځينه محصلينو ته د هيلو يو کوچنۍ وړانګه وګرځي. قوامي ليکلي چي په دغه آنلاين پوهنتون کي به «د ټولنيزو علمونو تر څنګ اقتصادي او د معلوماتي ټکنالوژۍ سره تړلي علوم» تدريس کړل سي. د هغه په وينا په يادو ډګرونو کي آنلاين تحصيلي امکانات به د نورو پوهنتونونو سره د همارۍ پر اساس برابر کړل سي چي «وروسته محصلين غبرګ بريليکونه» ترلاسه کړلای سي.

په کابل کي يوه ښځينه زده کوونکې د يوټيوب له لاري زده کړه کويانځور: Zohra Bensemra/REUTERS

د دا ډول يو آنلاين پوهنتون د بريليکونو او دپلوماؤ د په رسميت پېژندل کېدنې موضوع لا بايد وڅېړل سي او بايد ورته يو حل پيدا کړل سي. د دې تر څنګ به د داسي يو پوهنتون له پاره د بنيادي تخنيکي جوړښتونو، د نصاب او په همدې توګه د انتظامي او انسجامي ننګونو او اړتياؤ له پاره جوابونه او حل پيدا کړل سي. دا چي د داسي يو پوهنتون مصارف به څنګه برابريږي، دا هم يوه موضوع ده چي لا تر اوسه حل سوې نه ده. تېره اونۍ د آلمان په فرانکفورټ کي يوه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي ياد موضوعات او پوښتنې مطرح او تر بحث لاندي ونيول سوې.

د فرانکفورټ په ياده غونډه کي يو شمير پخواني افغان سياستوالو، د پوهنتونونو پخواني استادانو او نورو بهر مېشته افغانانو ونډه اخيستې وه. د غونډي له ګډونوالو څخه يو هم د افغانستان پخوانی خارجه وزير، رنګين دادفر سپنتا هم ؤ. د کابل پوهنتون پخوانی رئيس محمد عثمان بابري هم په دغه غونډه کي ګډون کړی ؤ. دغه غونډه چي په جريان کي يې د افغان آنلاين پوهنتون مفکوره د هرکلي سره مخامخ سوه، پکښي د آلمان او نورو هيوادونو د پوهنتونونو او وزارتونو استازو هم ګډون کړی ؤ. قوامي د دغې غونډي ووروسته وويل چي د ايټاليا په وېنيس کي مستقرې «د بشري حقونو نړيواله پوهنتوني ساحې» او په همدې راز د اروپايي شورا غړو هم د افغان آنلاين پوهنتون د مفکورې هرکلی کړی دی.

«د سوليز افغانستان د بيارغونې له پاره»

قوامي وايي چي د افغان آنلاين پوهنتون له لاري به په افغانستان کي هغو محصلينو ته هم د تحصيل امکانات برابر کيږي، چي بېله اخلال څخه انټرنټ ته لاسرسی لري. د هغه په وينا د دې تر څنګ به له افغانستان څخه دباندي مېشتو ځوانانو او پيغلو ته هم د زدکړي امکانات وړاندي کيږي.

قوامي زياته کړه غواړي د افغانستان څخه دباندي د سيمي په مهاجر کمپونو او د هغوی څخه آخوا هم ځوان نسل ته داسي تحصيلي امکانات برابر کړي چي په مرسته يې هغوی غبرګ تحصيلي اسناد په لاس راوړي او په نړيوال کاري بازار کي يې د کار موندلو امکانات زيات سي. دا بېله دې چي ورباندي ايديالوژيکي دوکترين مسلط کړل سي.

قوامي وايي چي د دغې پروژې له پاره به دا هم يو مهم ټکی وي چي د محصلينو او هيواد تر منځ يې اړيکي برقراره پاته سي. هغه زياتوي چي د دغې پروژې مقصد دا دی چي افغان ځوانان او پېغلي د دې جوګه کړل سي چي په اوږدمهاله توګه د يو سوليز، آزاد او دموکراتيک افغانستان له پاره کار وکړي.

شبنم فون هاين/ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل