1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له پاره د امریکا خاص استازی له دندې گوښه سو

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتواعلان کړی دی چي تام وست، د افغانستان له پاره د ځانگړي استازې په توگه له خپلي دندې څخه گوښه سو. ویل کیږي چي هغه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کي د تحریمونو د همږغۍ د دفترد سرپرست په توگه گومارل سوی دی.

Afghanistan Thomas West in Norwegen
آرشیف: تام وست ،ناروې ته د یوه سفر په ترڅ کیانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی تام وست، تر درې کلن ماموریت وروسته له خپلي دندې گوښه سوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ماښام ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر لومړۍ) ناوخته خبر ورکړ چي تام وست، دافغانستان له پاره د ځانگړي استازي په توگه له دندې څخه گوښه او په دغه وزارت کي د تحریمونو د همږغۍ د دفتر د سرپرست په توگه گومارل سوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د دغې اعلامیې په یوې برخه کي ویلي دي: «تام وست د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کي له انتصاب راهیسي، پرته له وقفې هلي ځلي کړي، تر څو زموږ ملي ګټو ته په کتو سره زموږ سياست او د افغانانو هوساينه تضمین سي.»

په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي هغه له خپلو متحدینو او امریکا متحده ایالاتو له شریکانو سره د بشري مرستو له پاره پراخې هلي ځلي رهبري کړي، تر څو د پراخې قحطۍ مخنیوی وسي او د میلیونونو افغانانو عاجلې اړتیاوي پوره کړای سي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ټینگار کړی دی چي هیواد به یې همدارنگه د ترهگري پر گواښونو د څارني په هکله هوښیار پاته وي او همدارنگه به په بحثونو او خبرو اترو کي برخه اخلي، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي افغانستان  به د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندي یووار بیا د ترهگرو په پټنځای بدل نه سي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کي ویل سوي دي چي د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانگړي استازي تام وست، له پاره د طالبانو  له بند څخه د امریکايي اتباعو آزادیدل او د افغانانو د بیا میشتیدنې دوام په لومړیتوبونو کي راتله.

د امریکا  متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کړی دی چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو حقونه د دغه هیواد د ډیپلوماټیکو هڅو مرکزي ټکي بلل کیږي.

په دغه اعلامیه کي همدارنگه راغلي دي چي تام وست، په افغانستان کي د بشري حقونو او ښځو د چارو ځانگړي استازي رینا امیري، سره هم همکاري کړې ده، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي په افغانستان کي د ښځو  او نجونو حقونه د دغه هیواد د ډیپلوماټیکو هڅو مرکزي ټکي دي.

د امریکا متحده ایالاتو  د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي پس له دې به د افغانستان په هکله د امریکا د خارجه وزارت سیاستونه چي په هغو کي د سیاستونو د پراختیا رهبري او د افغانستان په هکله د سازمانونو همږغي شاملیږي، د افغانستان له پاره د هغه هیواد د سفارت مامور کرن دکر، په افغانستان کی د بشري حقونو او ښځو د چارو ځانگړي استازي رینا امیري، او د مرکزي آسیا په چارو کي د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، جان مارک پومرشیم، پر غاړه ولري.

په افغانستان کي د ۲۰۲۱ کال په اگست کي واک ته د طالبانو  تر رسیدو یوه میاشت وروسته تام وست، د افغانستان په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو د ځانگړي استازي په توگه وگومارل سو. امریکا ایالاتو په افغانستان کي د تام وست ماموریت پیچلی اعلان کړی دی.

تام وست په دغو دریو کلونو کي په افغانستان کي د جاري وضعیت په هکله له طالبانو ، بشري حقونو له فعالانو او مدني ټولنو سره ډېري لیدني کتني او خبري اتري درلودې. علاوه پردې هغه د افغانستان په هکله د سیمې او نړۍ له هیوادونو او د امریکا متحده ایالاتو له متحدینو سره د بحثونو له پاره ډېر سفرونه هم کړي دي.

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب