1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتیکا ته د افغانستان له پاره د م.م. د ځانګړې استازې سفر

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د یوناما مشره روزا اوتونبایوا پکیکا ته د خپل سفر پرمهال زلزله ځپلو سیمو ته ورغلې او هلته یې له خلکو سره د مرستو ژمنې کړي. په دغو ژمنو کې مهمه یې د سرپناه ده چې وايي، په چټکی سره پرې کار روان دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې انځور: Shen Hong/Xinhua/IMAGO

د یوناما مشرې پکتیکا کې د زلزله ځپلو کورنیو سره کتلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما خبرپاڼه لیکي: «یوناما مشرې هلته له کورنیو سره وکتل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو له خوا له څه باندې ۵۰۰ سوه زره خلکو سره د شویو مرستو او د ژمي له پاره د خوړو او سرپناه د چمتو کولو د روان بیړني کار غبرګون ولید.»

اړوند مطالب:یوناما: په پنجشېر کي د بندیانو وژنه کره ښکاري

د روان کال په جون میاشت کې پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونه کې سختې زلزلې وشوې چې تر ټولو ډېر زیانونه یې پکتیکا ولایت کې اړولي دي.

د رپوټونو له مخې په دې زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان شوي.

دغه راز، په زرهاوو خلک بې کوره شوي هم دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل