1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان مرکزي بانک ۶۰۰ میلیونه افغانۍ سوځولې دي

۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبه

د افغانستان مرکزي بانک نن د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ زاړه او له کاره لویدلي بانک نوټونه یي وروسته له دې چې په دقیق ډول يې حساب کړي، د یوه پلاوي په موجودیت کې سوځولي دي.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان مرکزي بانک ویلي دي چې دا کار د مرکزي بانک قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو په اساس ترسره شوی دی. د مرکزي بانک په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د سوځول شوو پيسو په انواعو کې د پنځوسو افغانیو نوټونه هم شامل ول، چې د یوه پلاوي په موجودیت کې تر شمېرل کیدو وروسته وسوځول شول. تیره اونۍ هم د افغانستان مرکزي بانک ۱۵۰ میلیونه افغانۍ زاړه بانک نوټونه سوځولي ول.

مخکې تر دې مسئولینو ویلي وو چې هڅه کوي زاړه بانک نوټونه له بازار څخه راټول او خلکو ته نوي نوټونه ورکړي.

په افغانستان راکړه ورکړه په نقدو پيسو ترسره کیږي، له همدې امله د وخت په تیریدو سره د افغانستان بانک نوټونه زر زاړه او فرسوده کیږي.
 

په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته افغانیو په دوامداره توګه د هرې ورځې په تیریدو سره د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. خو په دې وروستیو کې د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت بیرته یو څه پورته شوی دی.

سربیره پر دې د افغانستان بانکي سیستم هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی. د دغه هیواد ډیري وګړي د پيسو د کمښت او خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله شکایت کوي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص