افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشره وایې چې دغه هیواد کې ۱۵ میلیونه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي خو وایې یوازي د ۵ میلیونه کسانو له پاره بودیجه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان مسؤلې مشرې هسئیاو وي لي په یوې مرکه کې ویل دي چې وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخ شول.
چین له اړمنو افغانانو سره دوه ميلیونه ډالره مرسته وکړه
نوموړې زیاتوي چې د خوړو نړیوال سازمان د ډیرو هڅو په ترڅ کې وتوانید دا شمیره ۱۵ میلیونو ته را کښته کړي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان دغه مشره وایي له دې کبله اندیښنه لري چې له لوږې سره مخ کسانو شمیر ۱۵ میلیونه دی خو دوی یوازي د ۵ میلیونه کسانو له پاره بودیجه لري.
د دې سره سره هغې زیاته کړې چې د افغانستان سږ کلني ژمې ته یې خورا اندیښنه ده دا ځکه چې په دې موسم کې د خلکو اړتیاوې زیاتیږي او دا سازمان د یو میلیارد ډالرو له کمښت سره مخ دی.
د هغو افغان کورنیو شمېر زیات شوی چې خپل ماشومان پلوري
په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د هېواد له ډېرو برخو څخه داسې راپورونه ورکول کېږي چې کورنۍ غواړي خپل ماشومان وپلوري. په کندهارکې یوه مور غواړي چې خپلې لوڼې له لوږې د ژغورلو په موخه وپلوري.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture allianceشیما یوه ۵۵ کلنه ښځه ده چې د افغانستان په کندهار ولایت کې اوسیږي. د شیما خاوند داود چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی وو، له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د هغې زوی محمود چې هغه هم د امنیتي ځواکونو غړی وو، اوه کاله وړاندې ورک شوی او اوس هم لا درکه دی.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance هغه له دوو لوڼو سره د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د بې وزلۍ او بې وسۍ له امله ډیر رنج وړي. شیما په یوه داسې کرايي کور کې ژوند کوي چې د ژوند کولو نه دی او ۳۰۰۰ افغانیو کرایې په بدل کې د خپل مالک کور پاکوي. د هغې په پخلنځي کې یوازې د وچې ډوډۍ څو ټوټې او یو څو پیاز او کچالو لیدل کیدی شي.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture allianceشیما چې د ملا ديسک له درد څخه رنځ وړي، غواړي د ځان درملنه وکړي، مګر د عملیات څخه د ژوندي پاتې کیدو هیله نه لري. هغې وويل: «ما د دې پرېکړې له امله رواني ستونزې پیدا کړي خو زه هیڅ انتخاب نه لرم.» زه غواړم چې دوی د یو چا سره وي ترڅو دوی وږي نه شي. هغه غواړي خپلې لوڼې په ۳۰ زره افغانیو وپلوري.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance له دې ټولو ستونزو سره سره هم هغه هڅه کوي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي ترڅو دوی لږ تر لږه د زده کړې له لارې خپل ژوند بدل کړي او له فقر او بدبختۍ څخه خلاصې شي. شیما وویل: «زموږ سره د کورني هيڅ کوم غړي مرسته نه ده کړې.«
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture allianceخو دې مور اوس پریکړه کړې چې خپلې لوڼې وپلوري څو یې د خوارځواکۍ او لوږې څخه وساتي. د ژمی د نږدې کیدو سره دا مور نوره هم اندیښمنه کیږې: «هره ورځ زه کچالو جوشوم یا خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ ورکوم.» نیکلا او مهتاب نه غواړي له خپلې مور څخه جلا شي او وايي چې زده کړې به وکړې او له خپلې مور سره به مرسته وکړي.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance په افغانستان کې ډیری ځوانې نجونې د هلکانو په پرتله ژر پلورل کیږي. ځکه نجونې په همدې ماشومتوب کې په زور ودیږې، خو هلکان یوازې له کوره بهر کار کوي. شیما د خپل میړه د بونس غوښتنه وکړه، خو نه یې زوی او نه یې خاوند ته پیسې ورکړل شوې. اوس د طالبانو په راتګ سره داسې کار ناشونی شوی او شیما یې هیله له لاسه ورکړې ده.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د بې وزلۍ او د ماشومانو د پلورلو ډیریدو ته اندېښنه ښودلې ده. وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندیدل او اقتصادي بحران افغانستان یې له یوه «بشري ناورین» سره مخ کړ.
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance د طالبانو د واکمنیدو سره سم افغانستان کې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه خورا لوړه شوې ده.
رپوټ: افغانستان بیا هم د نړۍ تر ټولو خواشینی هيواد دی
د نړیوال سازمان د راپور له مخې اوسمهال د دغه هیواد تقريبا نیم نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي.