1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان هوايي حریم څومره خوندي دی؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ناپېژانده الوتکې لیدل کېږي، چې له کبله یې د خلکو ترمنځ اندېښنې هم را ولاړې شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې دغه الوتکې د چا دي او څه ماموریت لري؟

Afghanistan Kabul Flughafen Evakuierungen Luftbild Menschen auf Rollfeld
انځور: Maxar Technologies/REUTERS

په افغانستان کې د یوې مودې راهیسې ګڼ شمیر افغانان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو په شمول د نامعلومو الوتکو پروازونو اندیښمن کړي دي. دغه اندیښنې په هلمند ولایت کې تر یوې چاودنې وروسته لا پسې ډیرې شوې.

څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي ول چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت پر فضا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او څو ورځي وړاندې يوه داسي لویه چاودنه وشوه چې ټوله سيمه یې ولړزوله. د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد بيا رسنیو ته هغه مهال ویلي ول چې د هلمند ولایت د ښوراب پر پوځي اډې برید نه دی شوی، بلکې د ځمکني ماینونو یوه کتله یې لمنځه وړې ده.

د نظامي چارو شنونکي وايي، اوس مهال د افغانستان هوايي حریم خوندي نه دی او د طالبانو حکومت د رادارونو په ګډون داسې پرمختللي وسایل نه لري، چې د ټول افغانستان هوايي حریم پرې وڅاري.

نظامي کارپوه اسدالله ندیم، دویچه ویله ته وویل، تېرو شلو کالو کې جمهوري حکومت د بهرنیو په مرسته د افغانستان ملکي او هوايي قلمرو تر څار لاندې نیولی وو او له دې لارې افغانستان ډېر عواید هم تر لاسه کول.

دی وايي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نیږدې هره ورځ د افغانستان پر هوايي قلمرو ناپېژانده چورلکې ګرځي په داسې حال کې چې طالبان ترې «هېڅ ډول» معالومات نه لري. د اسدالله ندیم په خبره طالبان د هوايي حریم د کنټرول ظرفیت نه لري. هغه دویچه ویله ته وویل: »افغانستان بوخت هوايي قلمرو لري او پکار ده چې واکمن پرې بشپړ کنټرول ولري.»

اسدالله ندیم د افغانستان اوسنی هوايي قلمرو د طالبانو په واک کې نه دی او که حالت همداسې وي، نو دا چاره په نظامي او ملکي دواړو برخو کې په زیان تمامېدای شي.

انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

ښاغلی ندیم وايي: «دا چې طالبان حاکم دي او قلمرو باندې واک نه لري. مانا چې یو بې خاونده ملک دی. هر ملک کولی شي، د افغانستان قلمرو استعمال کړي. په خپلې خوښې استعمال کړي او طالبان خبر نه وي. خلکو ته شک پیداکېږي، چې هوايي حریم خوندي نه دی او هر وخت هر څه کېدلی شي.»

پخوانی نظامي احمد خان اندړ هم ورته نظر لري او په خبره یې اوس مهال د افغانستان هوايي حریم د طالبانو د حکومت له ولکې بهر او د امریکا له لوري اداره کېږي.

هغه وايي، امریکا اوس هم د افغانستان ملکي او هوايي قلمرو تر څار لاندې لري؛ خو اټکل کوي چې د امریکا تر څنګ ښايي ځینې نورو هېوادونو تر څار لاندې نیولی وي.

احمد خان اندړ وايي، اوس مهال د افغانستان رادار فعال نه دی او د طالبانو د حکومت هوايي ځواک هم په دې کچه نه دی چې هوايي حریم وڅاري؛ نو ځکه خو د هېواد پر فضا ناپېژانده چورلکې ګرځي او دی باور لري، چې دغه الوتکې د امریکا او متحدینو یې دي، چې د خپلو موخو له پاره ګرځي.

نوموړی وايي، د هېواد پر هوايي قلمرو ولکه نه درلودل د دې تر څنګ چې له اقتصادي اړخه زیان اړوي، نور هېوادونه په اسانۍ د خپلو جاسوسي الوتکو په مرسته خپلو موخو ته ځان رسولی شي او دا د هېواد له پاره حیثیتي موضوع ده، چې طالبان باید ورته پاملرنه وکړي.

د نظامي چارو دا شنونکی دغه راز پر دولتي څوکیو د طالبانو ګومارنو ته په کتو زیاتوي، که دغه ډله مسلکي کسان ونه ګوماري، نو د نورو برخو تر څنګ به د هېواد د فضا کنټرول هم د دوی له وسه پورته وي.

د بې پیلوټه الوتکو پروازونو ته د خلک اندیښنې

ولسي وګړي د مرکز کابل او نورو ولایتونو پر فضا د ناپېژانده الوتکو راڅرګندېدو ته په کتو اندېښنه لري، چې ګنې اوس مهال د هېواد هوايي قلمرو د طالبانو په ولکه کې نه دی.

د کابل ولایت یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، د کابل پر اسمان نیږدې هره ورځ بې پیلوټه الوتکې ویني؛ خو د طالبانو حکومت په دې اړه خلکو ته هېڅ ځواب نه لري. هغه وویل: «بې پیلوټه الوتکې ګرځي. نه پوهېږو د چا دي. ځکه اوس خو امریکا او نور بهرنیان وتلي. دا طیارې به څه کوي. طالبان کېدای شي هېڅ خبر نه وي. موږ ډېر اندېښمن یو.»

انځور: picture-alliance/dpa

د خوست ولایت یو اوسېدونکي قدیر لکڼوال هم وايي، د هېواد پر فضا د ناپېژانده الوتکو د ګرځېدو په اړه دې د طالبانو حکومت ولس ته مالومات ورکړي، ځکه د ده په خبره دې کار اندېښنې پیدا کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي دویچه ویله ته وویل، اوس مهال د افغانستان هوايي قلمرو د دوی په کنټرول کې دی او هره الوتنه څارل کېږي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان له هوايي حریمه په څلورویشتو ساعتونو کې له پنځوسو تر اتیا عبوري الوتنې تېرېږي، چې له هرې الوتنې افغانستان اوه سوه ډالر تر لاسه کوي.

امام الدین احمدي دغه راز زیاتوي، د کابل له هوايي ډګره هم په څلورویشتو ساعتونو کې تر پنځه ویشتو الوتنې کېږي. نوموړي په افغانستان کې د هوايي حریم د خوندیتوب او د رادارونو د نصب او فعالیت په هکله زیاته کړه: »په وروستیو کې د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو ته نوي رادارونه راوړل شوي، چې د فعالولو کارونه یې اوس روان دي او ژر به فعالیت پیل کړي.»

هغه د کابل او یو شمېر ولایتونو پر فضا د ځینو چورلکو د راښکاره کېدو په اړه د دویچه ویله پوښتنې ځواب نه کړې؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي تېره ورځ رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان له لوري هېڅ هېواد ته کوم ګواښ متوجې نه دی، نو پکار ده چې د افغانستان هوايي حریم نقض نه شي.

امید دیدار - خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل