1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان وضعې يونان ته د مهاجرت بحران اندیښنې راولاړې کړي

۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه

د یونان صدراعظم د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره انديښنه ښکاره کړې چې د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران په څير به بیا د مهاجرتونو له څپو سره مخ شي. یونان غواړي په دې اړه له ترکيې سره خبرې وکړي.

Griechenland Lesbos | Umzug in neues Migranten-Lager
مهاجر په یونان کېانځور: Eurokinissi/Zuma/picture alliance

رويټرز خبري آژانس وايي چې د یونان صدراعظم، کریاکوس میتسوتاکيس، به د افغانستان د وضعيت په اړه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د جمعې په ورځ (د اګست ۲۰مه) خبرې وکړي. رويټرز د ميتسوتاکيس د دفتر په حواله ويلي دي چې یونان انديښنه لري، یو ځل بيا به د ۲۰۱۵م کال په څير د مهاجرو څپې وروسیږي.

یونان د اروپا د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران پر وخت اروپا ته د تلونکو مهاجرو پر لار د دروازې حيثيت درلود. په دغه کال کي نژدې يو ميلیون کسان په سوريه، عراق او افغانستان کې د جګړو له کبله د دغه هیواد جزیرو ته مهاجر شول چې اکثریت یې د ترکيې څخه روان شوي ول.

یونان هم د اروپايي اتحاديې د نورو غړو په څير انديښمن دی چې واک ته د طالبانو بیرته راګرځيدل به د دغه بحران د تکرار یو سبب واقع سي.

انځور: Guillaume Pinon/NurPhoto/picture alliance

د یونان حکومت په وروستیو ورځو کې ويلي دي چې دوی نه غواړي ، دغه هیواد په افغانستان کې د جګړو له امله، اروپا ته د تلونکو افغان مهاجرو د داخلیدو دروازه وګرځي او زیاته کړې یې ده چې د یونان سرحدي ځواکونه تیار دي، ددې کار مخنیوی وکړي.

د یونان د صدراعظم دفتر ويلي دي چې ميتسوتاکيس او اردوغان به نن د ګرينويچ پر وخت د مازيګر په ۴نيمو بجو پر ټيلفون خبرې وکړي.

له دې نه علاوه د یونان د دفاع او د ملکي حفاظت وزیران غواړي نن جمعه، د دغه هیواد په شمال، ايوروس سیمه کې ترکيې سره پر سرحد د جوړ شوي دیوال لیدنه وکړي. ترکيې دغه دیوال د غیرقانوني مهاجرتونو دمخنيوي په موخه جوړ کړی دی.

آ/م.ک.ص./م.ق.ن.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب