د افغانستان په جنوب کښې د ناتو د ستراتيژی په هکله په کانادا کښې غونډه
۱۳۸۶ فروردین ۲۴, جمعه خو د نورو عسکری ټولگیو د استولو په هکله ئی چوپیتا غوره کړه.
د آسترلیا، بریتانیی، دنمارک، ستونیی، هالند، رومانیی او د امریکی متحده ایالاتو استازو د کانادا د کیوبیک په ښار کی په یوه غیر رسمی دروازه تړلی غوڼډه کی په دی هکله خبری وکړی.
د کانادا د د فاع وزیر گوردان او کونر Gordon OConnor وویل: “ مونږ په دی هکله بحث وکړ چی دسولی او ثبات د ټینگښت لپاره زمونږ په گډو هڅو کی باید همآهنگی راوستل شی ترڅو تروریزم بیرته په افغانستان کی خپلی ریښی ټینگی نه شی کړئ.”
هغه زیاته کړه چی په خاصه توگه د افغانستان په جنوب کی دناتو د ځواکونو تر منیځ همآهنگی رامینځ ته شی، د افغانستان ملی پوځ او پولیس باید ښه وروزل شی او د بیا رغاونی کارونه گړندی شی.
د کانادا د دفاع وزیر یادونه وکړه : ” په دغی غوڼډی کی البته مونږ د نورو عسکرو د استولو په هکله هیڅ خبری ونه کړی.” هغه وویل . “ د آیساف قوماندان په دی باور دئ چی د افغانستان په جنوب کی د عسکرو اوسنی شمیر بسیا کوی.
مخکی له دی د کانادا سیمه ایزو خبری رسنیو د امریکائی چارواکو له خولی رپوټ ورکړئ ؤ چی ښائی د امریکی د دفاع وزیر، رابرت گیټس د کانادا په پرونی غوڼډه کی برخه وال دی ته وهڅوی چی افغانستان ته نور زیات اکمالات واستوی، خو زیاته ئی کړه چی متحده ایالات به د نورو زیاتو عسکرو یا پوځی وسایلو لپاره ژمنه ونه کړی.