د افغانستان په جنوب کې بيا څو طالبان وژل شوي دي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۴, سهشنبهاعلان
د ايتلاف قواوو نن ويلی دی چی عسکرو طالبان د يوو، کمين د جوړولو په وخت کی ليدلی، او ډزی يي پری کړيدی۰ د عسکرو ملاتړ له هوا څخه هم کيده۰ عسکرو د پاڅون کونکو د ټانکونوويشتونکی ګولۍ، ماشين ګڼ، اود ګړنديو ډزو ټوپک اود هغو لاسی بمونه ميندلی او ويجاړ کړی يی دی۰ همدغه ډول ايتلافی قواوو ويلی دی چی د دوی يوه چور لکه الوتکه په نورستان کی راښکته کيدو ته مجبوره شوی، خوڅوک پکی ژوبل شوی ندی.