1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کي د داعش حضور؟

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

افغان ځايي چارواکو تائيد کړې ده چي د کندز ولايت په ځينو ولسوالیو کي د داعش حضور اندېښمن کړي دي. تر دې دمخه ويل کېده چي داعش یوازي د افغانستان د ختيځ په يوه کوچنۍ سيمه کي حضور لري.

انځور: picture-alliance/AP Photo

انترفکس خبري آژانس لیکي چي د کندز امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنگل باغ، له ځايي رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) غړي له درو اونيو راهيسي د دغه ولايت په چهار درې ولسوالۍ کي فعاليت کوي.

هغه ويلي دي، وروستي راپورونه ښيي چي داعش په دغه سيمه کي د ځوانو جنگياليو په جلب بوخت دي. هغه زياته کړې ده چي پر دې سربيره داعش په چهار دره ولسوالۍ کي د طالبانو ترمنځ تبليغ کوي.

د راپورونو له مخي په چهار درې ولسوالي کي اوس د داعش له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پوري جنگيالي فعاليت کوي. ځايي اوسېدونکو هم ويلي دي چي د شپې له خوا په کوڅو کي داسي کسان ويني چي تور بيرغونه ورسره وي.

د کندز د دولتي مامورينو په خبره په چهار درې ولسوالي کي د مرکزي اسيا جنگياليو يوه ډله چي «جندالله» نومیږي هم د داعش تور بيرغونه پورته کړي دي.

تر اوسه پوري ويل کېده چي افراطي ډله «اسلامي دولت» یوازي د افغانستان په ختيځ یوه کوچنۍ سیمه کي حضور لري.

تيره اوونۍ یوه امريکايي جنرال ويلي ول چي داعش نه دی توانېدلی چي په افغانستان کي د پام وړ پرمختگ وکړي، او داچي غړي ئې يوازي په يوه کوچنۍ سیمه کي راټولېدو ته اړ سوي دي.

په افغانستان کي د میشتو امریکایي ځواکونو ویاند جنرال ویلسن شوفنر، ويلي ول چي د داعش ډله د افغانستان له ۴۰۴ ولسوالیو څخه په یوه کي راټولیدو ته اړ سوي دي.

خو پر دې ټولو سربيره شوفنر، ويلي چي داعش اوس هم په افغانستان کي يو ستراتيژيک گواښ دئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل