د افغانستان په شمال کي په نښتو کي ۲۰ عسکر وژل سوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه![Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban](https://static.dw.com/image/18750179_800.webp)
دغه خبر هم د تخار د والي ویاند او هم د افغانستان د دفاع وزارت تاييد کړی دی. د دفاع د وزارت په حواله طالبانو پرون شپه د خواجه غار د ولسوالۍ «تپه هواشناسي» د منطقې پر امنیتي پوستو باندي حمله کړې ده. وزارت ادعا کوي، چي طالبانو ته یې هم سخت تلفات اړولي دي.
په عین وخت کي بیا د تخار د ولایت یوه قومي متنفذ شخص ویلي دي، چي که سیمي ته کومکي قواوي ونه رسیږي، د خواجه غار ولسوالي به سقوط وکړي، خو د دفاع وزارت بیا د دغي حملې د دفع کولو خبر ورکړی دی.
په دې وروستیو وختو کي د افغانستان په مختلفو ولایتو کي تقریبأ ۲۰ امنیتي کسان هم وژل سوي دي. په وروستیو کلونو کي طالبانو خپل د پسرلني عملیاتو خبر هم ورکاوه. خو سږکال یې په دې هکله رسمي څه ندي ویلي. ځکه چي د همدې ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتي پر ۲۹ مه باندي د قطر په پایتخت دوحه کي تر اوږدو مذاکراتو وروسته د طالبانو او امریکایانو ترمځ د سولي تړون امضأ سو.
د دغه تړون یو شرط د بندیانو د خلاصیدو او تبادلې موضوع ده، چي د بین الافغاني خبرو د شروع کیدوشرط بلل کیږي. د قطر په خبرو کي د افغانستان د حکومت نمایندګانو حضور نه درلود، ځکه چي طالبانو د حکومت سره مستقیمي خبري نه غوښتلې.
طالبانو په دې اخرو وختونو کي د حکومت ۶۰ بندیان از کړي او حکومت بیا د هغوی ۳۶۱ تنه ازاد کړي دي. خو په دغه هیواد کي تشدد او جنګونه بیا هم ادامه لري.