1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوېدیځه حوزه کې د بیوزله ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره په وروستیو میاشتو کې د بیوزله او کارګرو ماشومان شمیر زیات شوی.

آرشیف: په کابل کي دیوه کمپ بیوزله ماشوم
آرشیف: په کابل کي د یوه کمپ بیوزله ماشومانځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/imago images

د افغانستان د لویدیځې حوزي اوسیدونکي د سړې هوا په رانیږدې کیدو سره د یادو ماشومانو وضعيت ته د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

د کارپوهانو په خبره، کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د راتلونکي له پاره هر راز ستونزي پر ځان ومني خو د دوی ته بايد پاملرنه وکړي.

افغانستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د ډیرو ماشومانو ژوند پکې د کړاونو سره مل دی.

هلته د دې پر ځاې چې ماشومان د یوه هوسا راتلونکي له پاره سر له اوسه وروزل شې برعکس ډېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت او له زده کړو بې برخي پاتیږې.

د شنونکو په خبره، که څه هم د ماشومانو اوسنی وضعیت د ورستیو کلونو جګړو او بیوزلۍ زیږنده ده، خو ځيني کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د راتلونکي پر وړاندي لازم مسؤولیت نه ادا کوې چې په دې کار سره په راتلونکي کي بیرته کورنۍ د همدې ماشومانو په درد سوځي.

د چارواکو په خبره دا مهال یواځي د افغانستان په لوېدیځه حوزه کي د ښار پر واټونو د سرګردانه ماشومانو شمیر لسګونو زرو ته رسیدلی دی.

یوسف یوولس کلن ماشوم چې د زرنج ښار پر واټونو پلاستیکونه ټولوي وايي، د ورځې ۵۰ افغانۍ تر لاسه کوم او خپلې پنځه نفره کورنۍ ته پرې ډوډۍ اخلم. هغه وايي پلار يې په نشه یې توکیو روږد دوه واړه ورونه او یوه خور لري او که دی ښوونځي ته ولاړ شي د کوره د ډوډۍ پیدا کولو څوک نه لري.

هغه وايي: «زه په ژمي کي پلاستیکونه، لرګي او کارتنونه ټولوم او په ګرمۍ کي موټر مینځم د ورځي ۵۰ افغانۍ ګټم خپلې مور ته یې ورکوم ترڅو هغه موږ ته پرې د کور توکي  رانیسې».

آرشیف: کابل کي یوه بیوزله مور د سړک ترڅنګ د خپلو ماشومانو سرهانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

کارپوهان واېي ماشومان باید سر له اوسه په زده کړه، هنر او داسې مسلکونه سمبال شي چې په راتلونکي کې ېې کورنیو او ټولني ته ګټه ورسیږې، کنه د دارنګه سرګردانه او بې سرنوشته ماشومانو راتلونکی اول دوی خپله مور او پلار او بیا ټولنې ته ستونزي ور په برخه کوي.

د نیمروز ولایت اوسیدونکې عاطفه نوري چې کلونه ېې په دې ولایت کي د ماشومانو د حقونو د لاسته راوړنې په برخه کي فعالیت کړی، وايي چي پخوا ځينو انجيوګانو د بیوزله ماشومانو د ساتنې او پالنې په برخه کي د نړیوالو موسیسو څخه فنډ اخیستی او وضعیت دومره ناوړه نه وو.

سخت ژمی تر ۳۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ژوند ګواښي

هغې دويچه ويله ته وويل: «دا ماشومان چې پر واټونو پلاستیکونه ټولوي یا په درندو کارونو بوخت، یا د خلګو بوټونه رنګوي له زده کړو بې برخي او ډېر یې په کور کي د نفقې څوک نه لري دا په ټوله کي د ماشومانو په حق کي یو ظلم دی. دوی زموږ د راتلونکي نسل نمایندګي کوي. میندو او پلرونو ته لازمه ده چې د اولادونو د ښه راتلونکي له پاره ستونزي پر ځان وزغمي خو د دوی د هوسا ژوند له پاره ډیر کار وکړي.»

بله خوا د ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا د خپرو شویو راپورونو له مخې په افغانستان کي د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې د ماشومانو وضعیت د تیر په پرتله لا خراب شوی.

نجیب الله احمدي د فراه ولایت یوتن مدني فعال وايي ترکومه چې دوی له یوشمیر ماشومانو سره غږیدلې دي، معلومات يې دا دي چې دوی د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو له پاره پر واټونو سرګردانه ګرځي او د ستونزو د اساسي حل له پاره یې نه په تیر حکومت کي او نه هم په اوسني حکومت کي لازم اقدامات شوي: «د ژمې په رانیږدې کیدو سره که څه هم حکومت واېې موږ یې د راټولولو په برخه کي ځيني پلانونه لرو خو زه فکر کوم که سر له اوسه لازم اقدامات و نه شي، د روږدو کسانو په ډول به د بیوزله او پر واټونو د سرګردانه ماشومانو شمیر ملینونو ته ورسیږي.»

په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ډېره سوې

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس میرزا محمد ابو منصور وايي چې دوی د یوشمیر موسیسو په مرسته د بیوزله ماشومانو د ستونزو د هواري له پاره د فن او حرفو د زده کړو پروګرامونه تر لاس لاندي لري، خو دا چې امکانات محدود او د اړمنو ماشومانو شمیر زیات دی ممکن هغسې چې لازمه ده د ټولو ستونزي پر وخت هوارې نشې.

هغه وايي: «درې کاله مخکې د بې سرپرسته او په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمیر ۹ زره وو چې اوس دا شمیر ۱۵ زره ماشومانو ته رسیدلی دی. موږ کوښښ کوو چې د دوی له پاره د هوسا ژوند زمینه د موسیسو په ملاتړ برابره کړو.»

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل