1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان:د امريکا د ښځينه سرتيرو ۲۵سلنه جنسي تيری تجربه کړی

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

د امریکا د ښځینه سرتیرو په منځ کي د«جنسي تیري» شمیرې ترهغې لا ډېري دي چي په رسمي ارزونوکي خپرې سوي دي.د یوې پلټني له مخي د افغانستان په ۲۰ کلن ماموریت کي دښځو یو پر څلرمه او د نارینه وو ۱،۹ سلنه جنسي تیري تجربه کړی دی.

Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت اټکل کړی وو چي په ۲۰۲۱م کال کي د جنسي تیري پیښي شاوخوا ۳۵۹۰۰ او په ۲۰۲۳م کال کي به ۲۹ زره وي.

خو د واتسون د پوهنتون د نړیوالو اړیکو په مؤسسه کي «د جگړو د لگښتونو پروژې» د امریکايي  پوځیانو په منځ کي د جنسي تیري لا ډیري شمیرې خپرې کړي دي. د دغه رپوټ ارقام چی د چهارشنبې په ورځ (اگست ۱۴) خپاره سوي دي، دا څرگندوي چي دغه شمېرې په ۲۰۲۱م کال کي ۷۵۵۶۹ او په ۲۰۲۳م کال کي ۷۳۶۹۵ پیښو ته رسېدلي وې.

د دغه رپوټ په یوه څنډه کي په افغانستان  کي د امریکا متحده ایالاتو د پوځیانو ماموریت  ته هم اشاره سوې ده. ویل کیږي چي له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱م کال پوري د افغانستان په ماموریت کي د فعالو ښځو په اوسط ډول یو پر څلرمه او نارینه پوځیانو ۱،۹ سلنه جنسي تیری تجربه کړی دی.

د دغي پلټني په یوه څنډه کي راغلي دي چي په تیره بیا تورپوستي او د  "ال جي بي ټي کیو" ډلې غړي له جنسي تاوتریخوالي او تیري سره مخامخ کیږي.

په نوموړي رپوټ کي راغلي دي چي د دغو ننگونو د حل له پاره پر هڅو سربیره، د جنسي تیري او ځوروني د پیښو رقم ډیر لوړ پاته دی.

د نوموړي رپوټ له لیکولانو څخه پروفیسور جینیفر گرینبرگ، ویلي دي: «د سپتمبر  تر یوولسمي وروسته جگړو په ترڅ کي تر هر څه د مخه د ځواکونو تیاري ته لومړیتوب ورکول د دې باعث سول چي د جنسي تیري ستونزه لا پسي ډېره سي او په نظامي بنسټونو کي داخلي زورزیاتی او جنسیتي نابرابري رامنځته سي.»

د امریکا متحده ایالاتو  د دفاع وزارت په یوې خبري اعلامیه کي لیکلي دي: «دغه بڼسټ د قوماندې د پیاوړي فضا د رامنځته کولو او د جنسي تیري د مخنیوي، د جنسي تیري او ځوروني قربانیانو ته د مرستې او تورنو مجرمینو د حساب کولو په برخه کي دوامداره پرمختگ ته ادامه ورکوي. زموږ په لیکو کي جنسي تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی او سترگي نه سي ورباندي پټېدلای او نه به هم له پامه وغورځول سي.»

د امریکا متحده ایالاتو قانون جوړونکو، په ۲۰۲۱م کال کي یو دفاعي قانون تصویب کړ چي پکښي د پوځي قضايي سیستم بیا کتنه او د پوځي قوماندانانو له خوا د جنسي تیري یا جنسي ځوروني د پیښو د تعقیب په هکله پریکړه شامله وه.

جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟

03:50

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب