1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان موزیمونه څومره خوندي دي؟

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي چي د کابل په ګډون شپږو ولايتونو کي موزيمونه فعال دي او په زرونو تاريخي اثار پکښې خوندي دي. خو عام افغانان يې په اړه اندېښنې لري.

Afghanistan | Buddhistische Kunst aus Hadda
انځور: Jawad Jalali/AFP/Getty Images

دمګړۍ په افغانستان کې پر ملي موزیم سربیره په پنځو ولایتونو کندهار، بلخ، هرات، خوست اونیمروز کي هم موزیمونه فعال دي.

د افغانستان ملي موزيم چي يو وخت پکښې په زرونو تاريخي اثار خوندي ول د کورنيو جګړو پرمهال يې تقريباً نیمايي اثار يا له منځه ولاړل يا هم چور سول. اوس د طالبانو په بيا راتګ سره له خلکو سره داسې اندېښنې سته چې هغه پاته اثار يې يوځل بیا چور نه سي.

مدني فعال اود یوې لېسې د پښتو ادبیاتو ښوونکی محمد عثمان کاکړ همدغه خبره کوي او زیاتوي، طالبان له لویه سره له تاریخي ابداتو او اثارو سره جوړ نه دي.

دده په خبره تیر وار يې د بودا نړۍ واله تاریخي مجسمه ونړوله او ښايي دا وار د کابل یا هم په ولایتونو کي د موزیم اثار په یواوبل نامه له منځه یوسي.

انځور: Heritage-Images/picture alliance

«زه ډیره بیریږم، چي هسي نه دغه د ملي موزیم یاهم د ولایتونو په موزیمونو کي پراته مهم اثار او په ځانګړي ډول مجسمې له منځه یونه سي، چي د دې اثارو له منځه وړل بیا نه جبرانیږي.»

خو د ملي موزیم د موزیم لرونکو امر عین الدین صداقت وايي چي په ملي او ولایتي موزیمونو کي په زرهاوو د ډبري، برونز، یونان باختري، کوشاني او اسلامي دورې اثار موجود او تر اوسه پوري خوندي دي.

د هغه په خبره په ملي موزيم کي اوس تر پنځوس زره زيات تاريخي اثار پکښې خوندي دي او پر ملي موزيم سربيره په ولايتونو کي د موزيمونو پالنه روانه ده.

هغه وايي په مرکز کي د مسلکي کسانو ډله لري او د اړتیا له مخي ولایتي موزیمونو ته هم د اثارو د ثبت، پاکارۍ او تثبیت له پاره ځي، چي په دې وروستي سفر کي يې یوه ډله مسلکي کسان بدخشان ولایت ته لیږلي ول: «د لابراتواراو د اثارو د ترمیم په څانګه کي موږ د مسلکي کسانو له خوا چي د تاریخي اثارو د ساتني، وقايه او د اثارو له تخریب څخه د مخنیوي په خاطر ټول هغه اثار، چي له خطر سره مخامخ وي ساتنه يې کوي او که ترمیم ته اړتیا لري، نو سمدستي يې لاس په کار کیږي.»

انځور: Afghanistan National Museum

د موزیم مسؤلین وايي، د نندارچیانو په شمېر کي زیاتوالی راغلی دی. د کندهار موزیم مسؤلین هم دغه خبره کوي او وايي، چي له ښار، ولسوالیو او باندنیو هیوادونو څخه يې لیدونکي موزیم ته ورځي.

د کندهار په اطلاعات اوکلتور ریاست کي د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، هره اوونۍ ترسلو زیات کسان ورځي، چي د دوی له خوا په دې اړه معلومات ورکول کیږي. هغه وايي: «زموږ موزیم ته د پوهنتونو استادان، ښوونکي، محصلان، زده کوونکي، فرهنګیان او ان بهرنیان هم دلته له پرتو تاریخي اثارو څخه لیدنه کوي، چي په ځینو اوونیو کي يې شمیره تر سلو هم زیاتیږي.»

د افغانستان په ملي موزيم کي تر کورنيو جګړو مخکي نژدې سل زره تاريخي اثار خوندي ول. دغه موزیم په سیمه کي يو له خورا بډايو موزيمونو څخه وو. په دغه موزيم کي پر اسلامي دورې سربيره تر ميلاد مخکي دورې اثار موجود ول.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب