1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د کنفرانس لومړۍ ورځ

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په کوربتوب په ژنيو کې د افغانستان په هکله د وزیرانو د دوه ورځني کنفرانس موخه په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کي د اصلاحاتو او پرمختگونو په اړه نړيوالو ته معلومات ورکول بلل شوې ده.

Schweiz - Afghanistan  Konferenz in Genf
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د سويس هيواد په ژنيو ښار کې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر۲۷ نیټه) د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په هکله د وزیرانو کنفرانس پیل شو. په دغه کنفرانس کې د ولسمشر غني په مشرتوب د افغانستان د حکومت ډېرو چارواکو، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د اروپايي ټولني سفیرانو او د ملي او نړیوالو سازمانانو استازي ګډون لري.

د ملګرو ملتونو او د افغان چارواکو په وینا د دې کنفرانس اصلي موخه د افغانستان د حکومت د تیرو څلورو کلونو په موده کې اصلاحات او پرمختګونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کول دي. د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري دویچه ویله ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د بدلون یا تحول په لسیزه کې افغانستان ډيري لاسته راوړنې لري او دا چې د تحول د لسیزې لا هم دوه کاله پاته دي.

د کنفرانس په لومړی ورځ ولسمشر غني د خصوصي سکتور د ارزښت او په دې برخه کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په برخه کې وویل چې افغانستان سره له دې چې د خصوصي سکتور د ودې له پاره خورا ډیر ظرفیت لري، خو په خبره یې د تیر په نسبت په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په دې برخه کې ډیر کار شوی دی.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د انرژۍ سکتور د ظرفیت په برخه کې ډیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان د سولري بریښنا په برخه کې د ۲۲۰ زره میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري. ولسمشر غني همدا راز وویل چې افغانستان د بادي بریښنا په برخه کې د شاوخوا ۸۰ زره میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري او په خبره یې که چیرته په دې برخه کې پانګونه وشي، دغه څه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې له پاره هم ډير فرصتونه رامنځته کولی شي.

ولسمشر غني د سیمه ایز اتصال او سوداګرۍ په برخه کې هم د افغانستان د حکومت وروستیو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه. غني په ځانګړې توګه د هندوستان په ګډون له ډيرو هیوادونو سره د هوايي دهلېز جوړولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هوايي سوداګري د افغانانو له پاره ډېر مالي او کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

پر لاسته راوړنو سربیره ولسمشر غني همدا راز په خصوصي سکتور کې ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه چې په خبره یې که چیرته نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره په ګډه په دې برخه کې تمرکز ولري، نو ښايي دغه ستونزې هم له منځه ولاړې شي.

ټاکل شوې چې سبا د نومبر میاشتې پر ۲۸ نیټه به د دې کنفرانس وروستی ورځ وي او د ښاغلي چخانسوري په وینا ولسمشر غني به د سولې په هکله مهم معلومات او پرمختګونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

د کنفرانس په بله برخه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال ټوبي لنځر له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د ولسي جرګې پر ټاکنو او پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو خبرې وکړي. لنځر په خپلو خبرو کې وویل چې موږ اوسمهال د ټاکنو له خپلواک  کمیسیون سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تنظیم په برخه کې بوخت یو. لنځر همدا راز د سولې په برخه کې روانو هڅو او پرمختګونو ته اشاره وکړه او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له لړۍ ملاتړ وکړ.

د یوناما مرستیال همدا راز په افغانستان کې د تیرو څو کلونو لاسته راوړنې وستایلې، ویې ویل چې په ۲۰۱۶م کال کې د بروکسل تر کنفرانس وروسته افغانستان ډیرې لاسته راوړنې، اصلاحات او پرمختګونه لرلي دي. لنځر په ځانګړې توګه د افغانستان د حکومت له لوري د فساد ضد مبارزې، په امنیتي ځواکونو کې اصلاحاتو او په خصوصي سکتور کې پانګونه د افغانستان سترې لاسته راوړنې وبللې.

د افغانستان د حکومت او ملګرو ملتونو په کوربتوب د جوړ دغه کنفرانس موخه د نړیوالو مرستو ترلاسه کول نه، بلکې د بروکسل په کنفرانس کې د افغان حکومت د ژمنو ارزول او د حکومت د اصلاحاتو او پرمختګونو له پاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کول دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب