1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په پوهنتونونو کي د افراطيت د ډيريدو اندېښنه

۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هغه تورونه ردوي چي ګواکي په پوهنتونونو کي افراطيت پر زياتېدو دی. دغه بحثونه د دوو استادانو تر نيولو وروسته لا تاوده سوه.

Studentenproteste in Kabul
انځور: DW/H.Sirat

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هغه خبرونه تائيد کړي دي چي له مخي يې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي دوه استادان نيول سوي دي. دغه وزارت په عين حال کي هغه راپورونه رد کړي دي چي ګواکي په پوهنتونونو کي افراطيت د زياتېدو په حال کي دی.

دغه شان راپورونه له هغه وروسته په زياته بيا په خواله رسنيو کي زيات سول، چي د شرعياتو پوهنځي د دوو استادانو د نيول کېدنې خبرونه خپاره سول.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوی محمد فيصل امين له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي ملي امنيت دغه دوه استادان نيولي دي. د هغه په وينا البته تر اوسه لا ملي امنيت د دغو نيونو په تړاو نور معلومات له لوړو زده کړو وزارت سره نه دي شريک کړي.

امين زياته کړه: »دا چي موضوع ډېره محرمه ده، نو ښايي د ملي امنيت اداره، خپلو داخلي چارو ته په کتو سره په دې تړاو له نورو ادارو سره د معلوماتو شريک کولو اړتيا نه ويني. البته موږ د خپلو استادانو توقيف کېدل تايدوو.«

د امين په وينا استادان تر خپلي کار ساحې دباندي نيول سوي دي، او دا چي که په کوم جرم تورن هم وي، د هغوی »شخصي موضوع ده.« وياند د استادانو د نومونو له يادولو څخه ډډه وکړه.

په داسي حال کي چي ځيني محصلين د استادانو د نيولو تر شا د »افراطيت خپرولو تورونه« بولي، ځيني نور بيا دغه عمل د نورو لاملونه پايله بولي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب