1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په پوهنتونونو کې د خیبر پښتونخوا محصلينو برخليک

امید دیدار
۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

طالبانو خبر ورکړی چې راروان لمریز کال کې به دولتي پوهنتونونه پرانیزي؛ خو د افغانستان په پوهنتونونو کې د خیبرپښتونخوا د قبایلي سیمو زده کړیالان لا هم اندېښنه لري چې تړلیو پوهنتونونو له نامالوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

Salgy bestand als Beste die Aufnahmeprüfung für Afghanische Universitäten
انځور: Handout/REUTERS

په افغانستان کې دولتي او نادولتي پوهنتونونه شاوخوا لس میاشتې وړاندې د جمهوریت پر مهال د کرونا له امله وتړل شول او د طالبانو په راتلو سره همداسې تړلي پاتې شول. اوس تازه طالبانو د پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو خبر ورکړی.

په افغان پوهنتونونو کې د خیبرپښتونخوا محصلين وايي چې پر دې سربيره چې د پوهنتونونو تړل برحاله زده کړیالانو ته د اندېښنې مسئله ده، تر څنګ یې دغه کار هغه کسان هم بې برخلیکه کړي چې باید څو میاشتې مخکې فارغ شوي وای؛ خو ادارې چارې یې پاتې او فارغ نه شمېرل کېږي.

د خیبرپښتونخوا سلګونه محصلین د جمهوري حکومت پر مهال په قبایلي سکالرشپونو کې افغان پوهنتونو ته تللي.

حضرت میا د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی دی او ځان د افغانستان په پوهنتونونو کې د پښتونخوا د محصلانو نماینده بولي، دویچه وله ته وویل، د پوهنتونونو ژر نه پرانستل لکه د افغان محصلینو دوی ته هم د اندېښنې وړ ده.

انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Images

هغه وویل، د ده په ګډون ډېر کسان چې همدا تېر کال فارغ شوي؛ خو دا چې پوهنتونونه یې بند دي، ټولې ادارې چارې یې پاتې او دوی له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

نوموړی وايي: «څلورکلنه دوره زموږ بشپړه شوې ده. پوهنتون باید موږ ته اسناد راکړي؛ بدبختانه حکومت سقوط وکړ نوی نظام راغی، زموږ لس میاشتې وشوې چې اسناد نه راکول کېږي.»

دی وايي، په پاکستان او نورو ملکونو کې ورته د ماسترۍ کچې زده کړو موکې برابرې شوې؛ خو د اسنادو نه شتون یې د دې پرمختګ مخه نیولې ده.

د قبایلي محصلینو دا نماینده وایي چې اوس مهال د ننګرهار، خوست او کندهار دولتي پوهنتونونو او دغه راز په ډېر شمېر خصوصي پوهنتونونو کې شاوخوا دولس سوه قبایلي ځوانان شامل دي چې شپېته پکې نجونې دي.

حضرت میا چې د ننګرهار پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي فارغ شوی او اسناد یې نه دي اخستي وايي، په ځلونو یې خپلې ستونزې په پاکستان کې افغان سفارت، مخکنیو چارواکیو او اوسنیو طالبانو سره شریکې کړي؛ خو چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

فیصل افریدی چې د خیبرپښتونخوا د باړې اوسېدونکی او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل دی وايي چې د وروستي سمستر وروستۍ ازموینه یې پاتې وه، چې د جمهوریت پر مهال د کرونا وبا له امله پوهنتونونه رخصت شول او جمهوریت له ړنګېدو راوروسته اوس هم بند پاتې دي: «لومړی کرونا له امله حالات خراب شول. پوهنتونونه وتړل شول. بیا حکومت سقوط شو، طالبان راغلل پوهنتونونه بند دي. زموږ اخري امتحان پاتې وو. ډېرې هلې ځلې مو وکړې، منډې ترړې مو ووهلې؛ خو هغه څه ونه شول. زموږ ۱۸ میاشتې ضایع شوې.»

د خیبرپښتونخوا دغه محصلین وايي، ستونزه یوازې په دولتي پوهنتونونو کې ده او د نادولتي پوهنتونونو محصلان خپلو زده کړو ته ورګرځېدلي دي.

دوی له طالبانو څخه غواړي چې د دوی او نورو افغان زده کړیالانو پر مخ دې د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي دویچه ويله ته وویل چې ډېر ژر به د افغانستان په پوهنتونونو کې د خیبرپښتونخوا د محصلینو ستونزې حل کړي؛ خو په دې اړه یې ډېر مالومات ورنه کړل.

هغه وويل: «تر اوسه کوم تصمیم نه دی نیول شوی. پر اسنادو یې کار روان دی او ژر به یې ستونزې حل شي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې چې طالبانو کابل ونیو، د کرونا وبا له امله تړل شوي پوهنتونونه همداسې تړلي پاتې شول؛ خو تازه یې د بېرته پرانیستې خبر ورکړل شوی دی.

نیږدې هره ورځ افغانان، خصوصا ځوانان، نجونې او هلکان د طالبانو له حکومته غوښتنه لري چې ژر تر ژره دې ټولې تعلیمی ادارې د دوی پر مخ پرانیزي او پرته له کوم خنډ دې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب