په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان و.
د طالبانو د حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د دغو سېلابونو په نتيجه کې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده څرګنده.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند مولوي محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل: «تېره شپه په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راغلي او ډېر کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي موږ تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لرو.»
په لوګر ولایت کې ځینو سرچینو دویچه ویله ته ویلي، چې د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ ۳۰۰ اوسېدونکي ایسار شوي او د دې ولسوالۍ ۶۰ سلنه برخه یې اوبو وړې ده.
په افغانستان کې بيا سیلابونو سخت ځاني او مالي زيان رسولی دی
د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاضي رفيع الله صميم وايي، په خوښۍ ولسوالۍ کې د زورورو سېلابونو له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او د لومړنيو شمېرو پر بنسټ تر ٢٠ زيات کسان مړه او ګڼ نور ورک دي. نوموړی زیاتوي، چې په دغو سیلابونو ګڼ شمېر ښځې او ماشومان لادرکه شوي دي.
په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي چې ولسوالي په بشپړه توګه ډوبه شوې او ډېری کورونه نړېدلي ښکاري.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې خوښۍ ولسوالۍ ته مرستندویه ډلې رسېدلي دي.
افغانستان کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب کړې
د دې ترڅنګ غزني، خوست او پکتیا ولایتونه هم د سختو سیلابونو شاهدان و، چې له امله یې د کابل – ګردیز لویه لار هم تړل شوې ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی و.
هغه ښارونه چې امکان لري په نږدي راتلونکې کې تر اوبو لاندې شي
د ځمکې د تودوخې له ډېرښت سره کيدای شې تر۲۰۵۰م کال پورې ځيني ساحلي ښارونه له سيلابونو سره مخ شي. که تر دې مخکي سخت سيلاب په پيړۍ کې يو ځل راتلی، اوس کيدای شي هرکال دغه ناورين پر څو ښارونو باندي راشي. هغه کوم ښارونه دي؟
انځور: picture-alliance/DUMONT Bildarchivد امريکا د «اوبه او هوا مرکز» خپلواک علمي سازمان د څيړنو له مخې، په اوس وخت کې په چين کې ۹۳ ميليونه وګړي په داسی سیمو کې ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰ کال پورې په سیلابونو او د اوبو کچې په لوړيدلو کې ښکيل شي. شانګهاي چې د چين ګڼ ميشته ښار دې د حفاظتي تجهيزاتو نه شتون له کبله کيداي شي سخت زيان ورته ورسیږې.
انځور: Reuters/A. Song د امريکا د«اوبو او هوا مرکز» د معلوماتو له مخې په ويتنام کي ۳۱ ميليونه وګړي چې د دغه هيواد کابو يو پر څلورمه نفوس کيږي، په داسې سیمو کې ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰م کال پورې لږ تر لږه په کال کي يو ځل د اوبو زياتيدلو يا سیلاب سره مخ شي. وړاندوينه کيږې چې په سمندرونو کي د کلنيو سيلابونو تر وخت پورې په خاصه توګه، په ګڼ ميشته مکونګ دلتا او د ويتنام پلازمینې شمالي هانوي باندي منفي اغيز وکړي.
انځور: picture-alliance/DUMONT Bildarchivپه هند کي امکان لري تر ۲۰۵۰م کاله پورې د ساحلي سيمو کابو ۳۶ ميليونه وګړي کيدای شي د کلنيو سيلابونو له خطر سره مخامخ شي. لويديځ بنګال، اوديسا او د کلکتي ختيځ ښار په دغه هيواد کې له زيان رسیدونکو سيمو څخه ګڼل کېږې. په دغه ښارونو کي د تدابيرو په نه شتون سره کيداي شي چې يوه ورځ دغه سیمې تر اوبو لاندې شی.
انځور: DW/S. Bhowmickد تايلند په سلو کي تر لس زيات اوسیدونکي په داسې سیمو کي ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰م کاله پورې تر اوبو لاندي شي. د تايلند پلازمطنه بانکوک چې په ۲۰۱۱م کال کې په دغه عکس کي ښيې، د اوبو له سطحې څخه يوازي ۵/ ۱ متره لوړوالې لري او تر اوبو لاندې کيدلو له سخت خطر سره مخ دی. د چاپيريال ساتني سازمان د ارزونې له مخې، کيداشي د دغه ښار۹۴ سلنه اوسیدونکي تر ۲۱۰۰م کال پورې کډه کيدلو ته مجبوره شي.
انځور: APد بصرې د چارواکو په حواله د عراق دويم ستر ښار بصره ډير زيات د ساحلي سیلابونو له خطر سره مخامخ دی او ممکنه ده چې ډيري برخې يې تر ۲۰۵۰م کاله پورې تر اوبو لاندې شي. کارپوهان وړاند وينه کوي چې د دغه حالت اغيز کولې شي د عراق په سرحدونو کي پراخ شي او د اوبو کچې د زياتيدو له کبله کيدای شي مهاجرتونه د سيمه ایزو سیاسي شخړو سبب شي.
انځور: Hussein Faleh/AFP/Getty Imagesد سيلاب خطر د نړۍ فرهنګي ميراث ګواښي. د سکندریې ښار ۲۰۰۰ کاله پخوا يې ستر سکندر بنسټ ايښی دی. د دغه پنځه ميليوني ښار ډيرې برخې د درياب له سطحې څخه لږ لوړوالی لري. د«ارث.اورګ» سازمان ارزونې ښيې چې د دغه ښار د اوبو کچې د لوړوالې پر وړاندې د اړينو تدابيرو پرته کيداي شي تر ۲۱۰۰م کال پورې د ښار ډيرې برخې تر اوبو لاندې شي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Toedt