د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی
۱۴۰۲ بهمن ۹, دوشنبهد طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر یوه ویډیويي پیغام کې خبر ورکړی دی، چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د کوچنیانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي. دغه کمپاین »له پولیو څخه پاک افغانستان« بنسټ کوي.
ډاکټر شرافت زمان امر وايي، دې کمپاین کې به ۷،۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.
روغتیا وزارت او د دې کمپاین مسئولینو له خلکو غوښتي، چې خپل له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په دې کمپاین کې واکسین کړي، څو له دایمي ګوزن څخه وژغورل شي. پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده، چې د ماشوم د دایمي فلج او مړینې سبب کېدای شي.
په کوچنیو ماشومانو کې د دې ناروغۍ زیانونه تل پاتې کېږي. د دې خپرېدونکې ناروغۍ ویروس پر دې ویروس له ککړو اوبو څخه نورو ته انتقالېږي.
د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د واکسیناسیون د کمپایونونو له لارې له منځه وړل شوې؛ خو افغانستان د خپل ګاونډي پاکستان په څېر له هغو ګوتشمېر هېوادونو له ډلې دی، چې لا هم د دغې ناروغۍ پر وحشي ویروس د اخته کېدونکیو ځینې موارد پاتې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي، تېر ۲۰۲۳ کال افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال لا تر دې دمه کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
تېر کې د پولیو کمپاین ډلې د وسله والو بریدونو هدف ګرځېدل. افغانستان اوپاکستان کې د پولیو یا ګوزن ضد کمپاینونه د »پولیو د میندوارۍ مخه نیسي« په څېر د توطيې له تیوریو له امله له ستونزو سره مخ کېږي.