دغه ۳۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کي تر نهه میاشتني ماموریت وروسته د امريکا متحده ايالاتو شمالي کارولاین ته ستانه سوي دي. دا د امریکايي عسکرو تر ټولو لوی گروپ دی، چي د کرونا ویروس تر شیوع وروسته خپل هیواد ته تللي دي.
په نظر کي دي، چي دغه عسکر د دوو اونیو لپاره په قرانطین کي پاته سي. که څه هم تر اوسه پوري د هغوی یو تن هم په کرونا ویروس (کووید ۱۹) باندي نه دی اخته سوی، خو امریکايي نظامي چارواکو ویلي دي، چي دا یو محتاطانه اقدام دی.
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت، پنتاگون اعلان کړی دی، چي تر پرون شنبه ورځي (د مارچ میاشتي ۱۴مه) پوري د کلفورنیا په ایالت کي د بحري قواوو میرامار ښار کي لس تنه پرسونل په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي. په اوس وخت کي دغه قواوي په جلا ډول سره ساتل کیږي او تر صحي پالني لاندي دي.
کوم هيواد تر ټولو زیات وسله وال ځواک لري؟ ـ دلته يې وپېژنئ
زيات عسکر د يوه هيواد د پوځ د پياوړتيا نخښه نه وي، ځکه چي نظامي تجهيزات او نور لاملونه هم مهم وي. خو بیا هم د عسکرو شمېر د پوځ د پياوړتيا مهم عنصر وي. د عسکرو د شمېر له مخي د نړۍ تر ټولو لوی پوځونه دلته وپېژنئ:
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee
۱۰ مقام ـ جنوبی کوریا
د نړيوال بانک د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخي د جنوبي کوريا د عسکرو شمېر ۶۳۴ زره تنو ته رسيږي. د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انسټيټيوټ (IISS) د راپور پر اساس دغه هيواد هرکال ۳۴ ميليارده ډالره پر دفاعي چارو لګوي. دغه هيواد نه يوازي د عسکرو د شمېر، بلکي د دفاعي بودجې د زياتوالي په فهرست کي هم په نړۍ کي لسم ځای لري.