د افغانستان کانونه ټولي ستونزي نسي حلولای
۱۳۹۰ آذر ۱, سهشنبه
د طبيعي زيرمو استخراج، پروسس، انتقال او پلورل ډيرو لويو پانګونو او ډير وخت ته اړتيا لري.
کارپوهان په دې نظر دي، چي په داسي حال کي چي د افغاني چارواکو په خبره امنیتي ځواک يې د کاله پنځه ميليارده ډالره مصرف لري دغه زيرمي ددوی له پاره کفايت نه کوي.
ددوئ په نظر که د کانونو او طبيعي زيرمو په برخه کي پانګه ونه هم وسي بيا به هم ددغه هيواد د پرمختگ او بيا رغوني سبب و نه ګرځي.
په کابل کي د څېړونو له ډلي څخه يو تن توماس روتيګ وايي، چي د کانونو کيندنه نسي کولای چي د عادي افغانانو ژوند ښه کړي.
« په ځينو مواردو کي د ضعيفو حکومت لخوا د کانونو کيندل نوي جګړي رامنځ ته کوي.»
افغان چارواکي ادعا کوي چي د افغانستان طبيعي زيرمي په هر کاله دغه هيواد ته ۳،۵ ميليارده ډالر رواړي.
کارپوهان په دې نظر دي چي د کانونو استخراج ډيري پيسې غواړي، چي دا د افغان حکومت په وسه نه دي.
د کانونو په برخه کي کارپوه، ريچارد لچيک، وايي چي د کانونو هره وړوکې پروژه په ميليونونو ډالر لګښت لري او د هري لويي پروژې لګښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسيږي.
د هغه په وينا لويي کمپني به د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګونه و نه کړي. ځکه چي په دغه هيواد کي لازم ثبات نه شته.
دا په داسي حال کي ده چي هندوستان او چين د افغانستان د کانونو په سکتور کي د پانګوني له پاره وخت له لاسه نه ورکوي. چين د عينکو د کان قرارداد تر لاسه کړی او هندوستان هم د حاجيګک کان د قرارداد د ترلاسه کولو په درشل کي دی.
کار پوهان له دي څخه بيره لري، چي افغانستان به و نه توانيږي چي له دغه کانونو څخه ډيره فايده ترلاسه کړي. ځکه کله چي يو بهرنی هيواد په کانونو کي پانګونه کوي د اصلي هيواد اقتصاد ته ډيره ګټه نه رسيږي.
که څه هم اوس افغانستان نورو هيوادونو ته د کانونو د قراردادونو د ورکولو يو لوی شرط د افغانانو روزل او په کار ګمارل ټاکلي دي، خو کارپوهان وايي چي دغه کار د هغو کمپنيو لخوا چي په افغانستان کي يې لا وختي د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي دي، نه دی ترسره شوی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل