1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغاني ترياکو کمښت: م.م له خطرناک بديل څخه خبرداری ورکوي

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

افغانستان ډېر وخت د ترياکو په توليد کي تر ټولو مهم هيواد بلل کيده. طالبانو اوس د هغه کرل بند کړي دي. څه به پيښ سي، که هيروئين کمياب سي؟

 Afghanistan Drogen Mohn Opium Taliban
انځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

دا چي په افغانستان کي  د ترياکو توليد سقوط کړی دی، په ملگرو ملتونو کې د مخدره موادو کارپوهان د هغه د نوي او لا خطرناکه بديل توليد په هکله اندېښمن دي.

په ويانا کي د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د چهارشنبې په ورځ، په تيره بيا د مصنوعي هيروئينو نيتازين څخه خبرداري ورکړ چي په ډېرو اروپايي هيوادونو کي يې د مړيني پيښې رامنځته کړي دي.

د کوکنارو  کرل چي له هغه څخه د هروئينو د جوړيدو لومړۍ ماده يعني ترياک په لاس راځي، کښت يې په ۲۰۲۲م کال طالبانو منع اعلان کړ.

د UNODC ادارې په رپوټ کي راغلي دي چي له همدې کبله تېرکال په نړۍ کي د ترياکو توليد ۷۴ سلنه او څه ناڅه له ۲۰۰۰ ټنه کم سوی دی.

د يادي ادارې کارپوه توماس پيچمن، وايي چي تر اوسه پوري په بازارانو کي د دغو موادو کمښت نه ليدل کيږي. هغه خبرداری ورکوي: «خو کمښت به يې راسي. او وروسته ممکنه ده چي يوه ستونزه به وي.»

په نوموړي رپوټ کي راغلي دي چي که د هيروئينو مصرف کوونکو ته د کمښت په صورت کي، په مخ پر زياتيدونکي ډول طبي بديلونه وړاندي نه سي، بيا نو کيدای سي هغوی د نيتازين او يا هم فينتانيل په څير نورو غيرقانوني مصنوي مخدره موادو ته مخه کړي. دغه مخدر مواد د هيروئينو په پرتله لا زيات اغيز لري او تر اندازې زيات استعمال يې د مړيني سبب گرځي. 

د رپوټ په حواله په نړۍ کي ۲۹۲ ميليونه انسانان مخدره مواد کاروي، چي دغه رقم د لس کاله مخکي په پرتله تر ۲۰ سلنه زيات ډېروالی ښيي. د هغوی ډېره برخه چي ۲۲۸ ميليونه کيږي، چرس استعمالوي. 

له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې له پاره د ملګرو ملتونو ادارې کارپوهان د کوکائينو د مخ پر ډېرېدونکي توليد اواستعمال په هکله هم خپله اندېښنه ښيي. د هغوی په خبره دغه ماده نه يوازي په جنوبي امريکا او کارائيب کي د زورزياتيو، بلکي په اروپا کي د روغتيايي  ستونزو د رامنځته کيدو سبب هم کيږي.

  GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب