د افغانې شاعرې حميرا نکهت دستګيرزاده هنري ميراث څه دی؟
۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه![Afghanistan Schriftstellerin Dastagirzada](https://static.dw.com/image/15904964_800.webp)
ډاکتره حميرا نکهت دستګيرزاده د ۱۳۳۹ لمريز کال د ثور په ۲۶مه په کابل کې دنيا ته راغله. هغې د ۱۹۹۹ ميلادي کال راهيسې له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره يو ځای په هالنډ کې ژوند کاوه. د خپلې کورنۍ په فضا کې يعنې له خپلې مور او پلار څخه يې د شعر او ادبياتو په برخه کې ډېر څه زده کړل. مېرمن دستګيرزاده په کابل، ګرديز او هرات کې ښوونځی ولوست او د کابل له زرغونې ليسې څخه فارغه شوه.
په ۱۳۶۱ لمريز کال کې يې د کابل د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د ديپلوماسۍ په رشته کې ليسانس تر لاسه کړ. وروسته يې خپل د دوکتورا تيزس »د فارسي د شعر ژانرونه له پيله تر ننه« تر عنوان لاندې د پوفيسر نيکولا ګيورګي يف تر نظر لاندې د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې وليکه.
حميرا نکهت دستګيرزارده د څو کلونو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه، يعنې هغه مرض چې زخمونه يې د دغې شاعرې په شعرونو کې هم کله نا کله ښکاري:
د هالنډۍ وينې په نوم د يو شعر پښتو ژباړه يې داسې ده:
آه هالنډي
… ښځې يا نر
يا همجنس خوښونکيه چې په ځان اعتماد لرې!
زما رګ دې له وينو ډک کړ
زما زړه له غمه خالي کړه
آه نه دې وي چې د دريمې نړۍ د کوم چا وينه
چې د وېرې، مرګ او کډوالۍ ويروس پکې وي
دې ما ته راکړې وي!
(حميرا نکهت دستګيرزاده، آپريل ۲۰۲۰)
له حميرا نکهت دستګيرزاده څخه د فارسي ژبې او ادبياتو په برخه کې ډېرې ليکنې او د شعرونو ځينې مجموعې هم پاتې دي چې د نړۍ په بېلو برخو کې خپرې شوې دي.
ن.ص./ا.ا.