1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د ۲۴ ملکيانو د وژلو ادعا

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

عيني شاهدانو د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې د ۲۴ ملکيانو د وژل کيدو خبر ورکړی دی. خو افغان حکومت ويلي چې په دې هوايي برید کې طالب جنگيالي وژل شوي.

Afghanistan Explosion in Kabul
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دا هوايي بريد د سه شنبې په ورځ د خان آباد ولسوالۍ په سيد رمضان کلي کې شوی دی. دا ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده. دوه تنو عيني شاهدانو د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي چې په دې بريد ۲۴ ملکي وگړي وژل شوي او شپږ تنه ټپيان شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ويلي چې په دې هوايي حمله کې ۳۰ طالب جنگيالي وژل شوي دي. د وزارت له خوا زياته شوې چې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه به څيړنې وکړي.

دا هوايي بريد په داسې حال کې کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو استازي د جگړې د ختمولو په موخه  د قطر په پلازمينه دوحه کې سره راټول شوي دي. 

د خان آباد ولسوالۍ د دغه کلي اوسيدونکو ويلي چې د هوايي بريد هدف په لومړي سر کې د طالبانو د يوه جنگيالي کور وو چې طالبانو ترې په حکومت پورې د تړلو کسانو د موندلو له پاره  د کنترول د يوې پوستې په توگه استفاده کوله. د دې پېښې يوه عيني شاهد لطيف رحماني وويل چې پر دغه کور د هوايي بريدونو له کبله شا او خوا کورونو هم اور واخیست او خلک په خپلو کورونو کې بند پاته شول.

رحماني د تليفون له لارې د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته وويل کله چې د کلي خلک او بزگران د پېښې ځای ته ورغلل څو اور خاموش کړي او هلته بند پاتې کسان وژغوري، دويم برید وشو چې په نتیجه کې یې زيات کسان ووژل شول.

اړونده موضوع:ولې د سولې پر تړون سربیره هم ملکي تلفات رامنځ ته کيږي؟

نوموړي زياته کړه چې دی د بريد پر وخت په کور کې په کار بوخت وو او خپلو گاونډيانو ته یې د پېښې ځای ته له تلو څخه خبرداری ورکړی وو. هغه وويل: «ما خلکو ته زاري وکړه او ورته مې وويل چې مه ورځئ ځکه امکان لري بل بريد وشي خو هغوی د پېښې ځای ته ورغلل څو مرسته وکړي او اور کنترول کړي.»

د کلام الدين په نوم يوه بل عيني شاهد وويل چې د طالبانو هغه غړي چې په دې کور کې اوسيدل په لومړي بريد کې ووژل شول.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا بريد غندلی دی او ويلي یې دي چې د بريد پر وخت یې په سيمه کې هیڅ ډول نظامي عمليات نه درلودل.

ملگرو ملتونو د افغانستان د جگړې پر دواړو لورو د ملکي تلفاتو له وجې سخت انتقادونه کړي دي. دې سازمان په څو ځلی په جگړه کې له ښکيلو خواو غوښتنه کړې چې د ملکي وگړو د ساتنې کوښښ وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: