1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان امنیتي ځواکونو تلفات تر تیر کال هم لوړ شوي

۱۳۹۵ آبان ۱۲, چهارشنبه

څه نا څه دوه کاله وشول چې افغان ځواکونه د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پرغاړه لري. نوې شمېرې ښيي چې د دغه ځواک د مرګ ژوبلي اندازه دومره لوړه ده چې له کبله یې د پوځ شمیر خپل ټاکل شوي حد ته نه شي رسیدای.

Afghanistan Kämpfe um Kundus Spezialkräfte der Afganischen Armee
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan Safi

د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف وتل، کابل ته تر یوه سفر وروسته د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا د افغانانو له پاره له ستونزو ډیر ډک د جګړې فصل وو.»

افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۵م کال کې له ناټو ځواکونو څخه د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل. په دې کال کې په بېلابېلو عملیاتو او پیښو کې ۵۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوي او۱۵۰۰۰نور ټپیان شوي دي. خو سږ کال د مرګ ژوبلې کچه تر دې ډیره لوړه ده.

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایي ادارې یا سیګار ویلي دي چې یوازې د روان کال له جنوري میاشتې څخه بیا د اګست میاشتې تر ۱۹مې نیټې پوري ۵۵۲۳ افغان ځواکونه وژل شوي. پر دې سربیره ۹۶۶۵ تنه نور په همدې دوره کې ټپیان شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې فصل لا هم نه دی ختم شوی.

خو د تلفاتو پر دغو لوړو شمیرو سربیره هم جنرال جوزف او نور امریکایي چارواکي د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو ځواکونو د بریا خبره کوي.

جنرال جوزف وتل وویل: «افغان ځواکونو طالبان او په هغوی پورې تړلې نوري ډلې نه دي پریښي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي. دا د افغان ځواکونو د ژوند په بیه تمامه شوې ده. زه فکر کوم چې افغان ځواکونو په ځانګړې توګه پوځ پر تلفاتو سربیره هم ښه استقامت ښوولی دی.»

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن، وایي چې د تلفاتو دغه لوړه کچه د دې لامل کیږي چې د افغان ځواکونو شمیرې ټیټې پاتې شي. د بیلګې په توګه افغان پوځ ۱۹۰۰۰۰ کسانو ته ځای لري، خو اوس یې شمیر یوازې ۱۷۰۰۰۰ ته رسیږي.

نیکولسن ویلي دي: «هغوی په ټولیزه توګه د خپل جلب او جذب تر هدف شا ته پاتې دي. د لوړو تلفاتو له کبله موږ نه شو کولای چې د ټولو امنیتي ځواکونو په کچه د استخدام او تلفاتو تر منځ تفاوت له منځه یوسو.»

نیکولسن د امنیتي ځواکونو پر ضعیفه مدیریت باندې هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «دغه ځوان افسران چې په پوستو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي ډیر وخت کافي خوراکي مواد، اوبه او مهماتو ته لاسرسی نه لري او مشران یې هم ورسره نه وي.»

خو د سیګار رپوپ بیا ښيي چې پر دې هر څه سربیره د افغان ځواکونو په منځ کې مورال ښه دی.

له بلې خوا بیا د سیګار په یوه رپوټ کې راغلي دی چې د افغانستان ۶۳.۴ سلنه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې دي. د امریکا متحدو ایالاتو دولت بیا وایي چې افغان حکومت د ټول هیواد پر دوه پر دریمه برخه نفوس باندې کنترول لري.

نور مطالب:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب