1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او پاکستاني ځواکونو نښتې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه

د ننګرهار ولایت سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د افغان او پاکستاني پوځیانو د نښتې په ترڅ کې یو سرحدي ساتونکی وژل شوی او د درو ملکیانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي. دې جګړې یو ساعت دوام کړی وو.

Afghanistan Afghan National Army Soldaten Symbolbild
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

د ننګرهار ولایت د سیمه ایزو چارواکو په حواله نښته د پنجشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوګیاڼي وایي نښته هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني پوځیان د ډیورنګ له کرښې را تیر او د افغانستان په خاوره کې یي د څارنې د برجونو او نظامي پوستو جوړولو هڅه وکړه.

خوګیاڼي په دې اړه زیاته کړه: «تحرکات د پاکستان د نظامیانو له خوا پیل شول او زمونږ سرحدي ځواکونو یي ځواب ورکړ.»
پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تیره میاشت د افغانستان د دفاع وزارت تائیده کړې وه چې د پاکستاني توغندیو په پایله کې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله سرحدي شخړې ډیري وختونه د پاکستان له خوا په سرحدي سیمو کې د تاسیساتو او اغزن سیم غځولو کیدو په نتیجه کې رامنځته کیږي.
د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا د اغزن سیم غځول غیر قانوني او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتیدو سبب بولي.