1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان جودوکا لوبغاړي د ډوپینګ آزموینه مثبته شوه

۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبه

افغان لوبغاړی محمد صمیم فیضزاد، د دوپینګ له کبله د لنډمهال لپاره د المپیک له لوبو منع شو.مخکې له دې د دوه نورو عراقي او نایجریایي ورزشکارانو آزموینه هم مثبته وه.

Afghanistan Kabul 2024 | Judoka Mohammad Samim Faizad trainiert für Olympia unter Taliban-Herrschaft
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د « آزموینې نړیوالې ادارې» یا د دوپینګ ضد نړیوال پروګرام د افغان جودوکا ورزشکار محمد صمیم فیضزاد د معایناتو پایله مثبته بللې ده. دغې ادارې اعلان وکړ چې د دغه ۲۱ کلن ځوان په ازموینه کې یې انابولیک سټرایډونه موندلي دي. دغه آزموينه د جولای په ٣٠مه د ٨١ کيلو ګرامه وزن په سياليو کې ترسره شوه، فيض زاد په ١٧م مقام کې و.

د پاریس پهاولمپیک  لوبو کې د دوپینګ  د قضیو په لړ کې دریمه شکمنه قضیه د افغان  لوبعاړي په نوم ثبت شوه. د سیالۍ له پیل څخه لږ مخکې، د جولای په ۲۳مه، د عراق د جودوکار سجاد غانم معاینه هم مثبته ثبت شوې وه.

په المپیک لوبو کې له افغانستان څخه یوازینی ګډونوال

02:15

This browser does not support the video element.

دریمه قضیه د نایجیریا د بوکس وهونکي لوبغاړي سنتیا تیمیتایو اوګونسمیلورو وه چې د ډوپینګ ازموینه یې مثبت وه. د تیرې پنجشنبې په ورځ د دغه ۲۲ کلن ورزشکار په ازموینو کې د منع شوې مادې فیروزمایډ تشخیص وشو.ټول هغه ورزشکاران چې د ډوپینګ پایله یې مثبته تشخیص شوي وي کولی شي، د سپورت لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته اعتراض وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب