د افغان جګړې په تړاو اسنادو خپرولو له وجې يو وکيل محکوم شوی
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سهشنبه![پخوانی پوځي وکيل په کانبیرا کې د سترې محکمې مخې ته راڅرګند شو](https://static.dw.com/image/69072765_800.webp)
د استراليایي رسنیو په رپوټونو کې ويل شوي دي چې دي دېود مک براید، چې په نوامبر میاشت کې یې د پوځي معلوماتو د غلا کولو او شریکولو د دريو تورونو په اړه پر خپل جرم اعتراف کړی وو، د پنځو کلونو او اتو مياشتو بند په سزا محکوم شوی دی.
په پلازمينه کانبیرا کې د استراليا د پلازمينې د قلمرو په ستره محکمه کې د قاضي ديود موسوپ، تر پريکړې وروسته ويل شوي دي چې مک برايد، تر هغه دمخه چې د مشروطې آزادۍ حق ولري، بايد دوه کاله او درې مياشتې په زندان کې تیرې کړي.
د استراليا د «ای بي سي» عامه نشراتي ادارې له خوا ويل شوي دي چې دغه بربنډ شوي مواد یې د ۲۰۱۷م کال د « Afghan Files» يا افغان دوسیې په نوم رپوټونو د لړۍ له پاره کارولي ول چې ادعا پکې شوې وه چې استراليايي عسکر په افغانستان کې د بې وسلې نارينه وو او ماشومانو په غير قانوني وژنو کې دخيل ول.
د مک برايد، وکيل مارک دېوس، د محکمې دباندې وويل چې د دې پريکړې پر وړاندې به د استيناف غوښتنه وکړي. هغه وويل چې دا غوښتنه به د «وظيفه» څه معنا لري، پوښتنې پر بنسټ وي.
مک برايد، د تېر کال په نوامبر میاشت کې د پوځي معلوماتو د غلا کولو او د ای بي سي ژورنالیستانو ته يې د ورکولو په تړاو درې تورونه منلي ول.
د رپوټونو پر اساس نوموړي دا اوسنې غوښتنه تر هغه وروسته وکړه چې وکيلان په دې تړاو د قاضي په قانع کولو کې پاتې راغلي ول چې نوموړی د پوځي قسم پر اساس مکلف دی هغه وخت معلومات شريک کړي کله چې هغه د عموميت په ګټه وي.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې وروسته تر ۲۶ زرو ډېر استراليايي عسکر افغانستان ته ليږدول شوي ول څو د امريکا متحده ایالاتو له عسکرو سره اوږه پر اوږه د طالبانو، القاعدې شبکې او نورو وسله والو ډلو پر ضد وجنګيږي.
په ۲۰۱۳م کال کې د استراليا جنګي ځواکونه له افغانستان ووتل خو له هغه وخت راهېسې د استراليا د ځانګړو ځواکونو د قطعاتو له خوا د ترسره شويو احتمالي خونړيو کړنو رپوټونو يوه لړۍ مخې ته راغلې ده.
په دې کې د عسکرو له خوا پر يوه کور د چاپې پر وخت د يوه شپږ کلن هلک له وژلو نیولې، د مړه دښمن د لاس پرې کولو او په څرخي الوتکه کې د ځای د کمښت له کبله د يوه بندي په ډزو تر وژلو پورې رپوټونه شامل دي.
د « Afghan Files» بربنډونو پوليس اړ کړل چې د رپوټونو د دې لړۍ د خبريال دانيل اوکس، او پروډيوسر سېم کلارک، په اړه د محرمو معلوماتو د ترلاسه کولو په تړاو پلټنې وکړي او په دې ترڅ کې یې حتی د دوسیې تر تړلو مخکې په سدني ښار کې د دې راډيو تلویزيون پر مقر باندې چاپه هم وهلې وه.
د ۲۰۲۰م کال په نوامبر میاشت کې د څو کلنې عامه پلټنې نتايجو کې وويل شول چې د استراليا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ ملکیان او زندانيان په «غير قانوني توګه وژلي دي.»
په دې څېړنه کې سپارښتنه شوې وه چې ۱۹ کسان د استراليا فدرالي پوليسو ته بايد وسپارل شي، د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړل شي او دا چې پوځ باید يو لړ اصلاحات پلي کړي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)