1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان خبريالانون ټولنه: خپل یو بل خبریال مو له لاسه ورکړ

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د کابل ښار په لويديځ کې د شنبې ورځې چاودنه کې د آریانا تلويزیون يو پيژندل شوی خبریال ووژل شو او لږ تر لږه څلور نور کسان ټپیان شوي دي. دغه مرګ هغه وخت رامنځ ته شوه چې په دشت برچي سیمه کې په یو موټر کې بمي چاودنه وشوه.

Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
یو عينی شاهد وويل چې تر چاودنې وروسته موټر په بشپړه اور واخیستانځور: Kabir/Xinhua News Agency/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس، رسنیو څخه د څار د يوه دفتر په حواله ليکي چې په کابل کې پرونۍ چاودنه د دغه ښار په دشت برچي سیمه کې د طالبانو د تلاشۍ يوې پوستې ته نژدې وشوه. په دغې سیمه کې تر ډيره شیعه مذهبه هزاره ميشت دي. تر دې مخکې هم په یاده سیمه کې وسلوالې حملې يا بمي چاودنې شوي چې مسئولیت يې تر ډيره د «اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش منلی دی.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې د شنبې ورځې تر چاودنې وروسته پر ټويټر ليکلي دي: «له بده مرغه موږ خپل يو بل خبریال له لاسه ورکړ.» زياته شوې چې د آریانا تلویزيون ځوان خبریال، حامد سیغاني په پرونۍ چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیغاني ميرمن چې هغه هم خبریاله ده، پر خپل فیسبوک پاڼه يې ليکلي دي: «حمید مې د لاسه ورکړ!«

يوه عيني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «زه په خپل موټر کې وم چې ما نه مخکې په يوه موټر کې چاودنه وشوه.» هغه زیاته کړه: «دغه موټر په بشپړه توګه اور واخیست.» د عيني شاهد په خبره دغه چاودنه د طالبانو د تلاشۍ يوې پوستې ته نژدې وشوه او تر چاودنې وروسته يو څه ډزې هم اوریدل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي دي چې په دغې چاودنه کې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې تر دې وړاندې هم خبريالان په نښه شوي دي. تر دې وړاندې په رپوټونو کې افغانستان د خبریالانو له پاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد ښودل شوی دی.

د روان کال اګست میاشتې له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د شوو وسلوالو حملو او چاودنو مسئوليت داعش ډلې منلی دی. دغې ډلې په دې موده کې د ننګرهار او کابل په ګډون د افغانستان په يو شمیر ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي. خو طالبان بیا وايي چې دوی به دغه ډله وځپي.