1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان خبریالانو د هدفي وژنو پر دوام غبرګونونه

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

په کابل کې د امریکا سفارت د خبریالانو د هدفي وژنو دوام غندلی او د دې لړۍ د ژر بندولو غوښتنه یې کړې ده. افغان حکومت په دې اړه له ملګرو ملتونو او او اروپايي ټولنې څه غواړي؟

Pakistan Journalisten Mord Pressefreiheit Medien
انځور: picture-alliance/dpa/T.Mughal

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د امنیت ساتنې مسؤلیت لري، چې باید جدي پام ورته وکړي. په افغانستان کې د هدفي وژنو په دوام د خبریالانو ځنځیري وژنو اندېښنې ډیرې کړي.

د خبریالانو د دفاع ټولنو د شمېرو پر بنسټ، یواځې تېرو دوو میاشتو کې ۷ افغان خبریالان د هدفي وژنو قرباني شوي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ چارسنبالي وزیر وزیر طاهر زهیر نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ ۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه کوي.

زهیر وویل: «اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازو ته د عدالت غوښتنې لیک استوو چې هغوی پر مقابل لوري او هغو ترهګریزو ډلو فشار راوړي چې د خبریالانو په وژنو کې ښکېل دي.» ښاغلي زهیر ټینګار وکړ چې طالبانو سره د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید د هدفي وژنو څرنګوالی تربحث لاندې ونېول شي.

د هدفي وژنو تر شا څوک دي؟

طالبانو نیږدې تر هرې هدفي وژنې په ځانګړي توګه د خبریالانو تر هدف ګرځولو وروسته اعلامیه خپره کړې، چې په دې وژنو کې لاس نه لري او ان غندنه یې هم کوي.

انځور: Reuters/O. Sobhani

په دې وروستیو کې افغان حکومت د یوشمېر نېول شویو کسانو ویډیوکلیپونه خپروي چې هغوی د خبریالانو په وژنه کې په خپل لاس لرلو اعتراف کوي او ځیني خو یې ان خوشې شوي طالبان بللي.

دوې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې یو کس د غزني د خبریالانو ټولنې د مشر رحمت الله نیکزاد په وژلو اعتراف کوي. ملي امنیت ادعا کوي چې دا د هغو ۵ زره طالب زندانیانو له ډلې دی چې څه موده وړاندې حکومت خوشې کړی وو.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعا رد کړې او په یوه ټویټري پيغام کې یې لیکلي: «دا نیول شوي کسان د اسلامي امارت پورې اړه نه لري او نه هم تر شکنجه لاندې د بندیانو اعترافات ادعا ثابتولی شي، دا سې جعلي کسان غږول د کابل ادارې د استخباراتو ناتواني ښيي چې غواړي له داسې موضوعاتو څخه سوء استفاده وکړي او خپله ناکامي پټه او توجیه کړي.»

خو د اطلاعاتو فرهنګ چارسنبالي وزیر طاهر زهیر وویل، که طالبان د دغسې وژنو مسؤلیت مني او که یې ردوي، پړه به یې بیا هم د هغوی پر غاړه وي. ده زیاته کړه: «د سولې په خبرو کې دا هڅه په کار ده چې د خبریالانو له فزیکي حذفولو لاس واخېستل شي.»

هاخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شازدافیر راس ویلسن، په غور کې د افغان خبریال بسم الله عادل وژنې ته په خپل غبرګون کې ویلي چې دا د وینا پر خپلواکۍ برید دی. نوموړي غوښتنه کړې چې دا بریدونه باید ودرول شي.

حکومتي خبرونو سره پریکون

بل لوري ته د خبریالانو او رسنیو د دفاع ټولنو د جمعې په ورځ له ټولو رسنیو غوښتي چې د دریو ورځو لپاره دې حکومتي خبرونه نه خپروي. آزاد خبریال شرف الدین ستانکزی وايي، حکومت د خبریالانو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلی او له ولس سره هم دا مالومات نه شریک کیږي چې خبریالان څوک او ولې وژني؟

ستانکزی وايي: «دغه کسان چې نېول کیږي او بیا اعتراف کوي چې خبریالان یې وژلي، دا ډاډ نشته چې آیا ریښتیا هم دوی د خبریالانو وژونکي دي، حکومت باید په دې برخه کې لازم سپیناوی ورکړي.»

د بې پولې خبریالانو په یوه وروستي رپوټ کې افغانستان بیا هم د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په کتار کې حساب شوی. د ژورنالیستانو د نړېوال فدرایسیون یا IFJ د شمېرو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي. خو افغان خبریالانو د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړی ورځ هم په غور کې د یوه ځايي خبریال بسم الله عادل د وژل کېدو په خبر پيل کړه.

اسماعیل شاکر – کابل