1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله اکاډمۍ کې د خبریالۍ د روزنې پروګرام

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د دویچه ویله اکاډمي په جنوبي او مرکزي آسیا کې د میشت افغان خبریالانو له پاره د خپل روزنیز پروګرام دريم پړاو پیلوي. دا چې شرایط یې څه دي او څرنګه ورته درخواست کیږي، جزئیات یې دلته لوستلی شئ.

DW Akademie Logo

دویجه ویله اکاډمي په پاکستان، تاجيکستان، هند، ازبکستان، قرغزستان او ایران کې د افغان رسنیو د مسلکي کسانو او ژورنالیستانو لپاره د خپل پروګرام دریمه خپرونه پیلوي. په پیل کې به ګډون کوونکي د روزنې له لارې نوري وړتیاوې ترلاسه کړي. په دوهمه مرحله کې به دغه تازه ترلاسه شوې پوهه د متن ليکني او ژورنالیستیکي کیسې په تولید کې وکارول شي. د ښه کيفيت معیارونو د یقیني کولو له پاره به لارښوونې وړاندي شي.

موده: د۲۰۲۳م کال د سپتمبر له لمړۍ نېټې څخه د نومبر مياشتي تر ۳۰ پوري

ګټې او لاسته راوړنې:

۱ - د ګډون کوونکو د مسلکي ظرفیت د پياوړي کولو له پاره روزنه او لارښوونې (ډيجيتل او هايبرډ/ ترکيبي)

     ا. د (ډیجیټل) امنیت روزنه

     ب. د موبایل ژورنالیزم مهارتونو زرونه

     ج. حساس کول، يا د پوهاوي زياتول: د جنډر / اقلیتونو په اړه راپور ورکول

     د. د دويچه ويله د دري او پښتو څانګو له خوا لارښوونه

     ح. د کیریر یا مسلکي کاري ژوند روزنه د برخه اخیستونکو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره

 ۲ - د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر او نومبر مياشتو ترمنځ د ژوند د لومړنيو لګښتونو پوره کولو لپاره میاشتنۍ تاديه په نظر کې نيول شوې

 ۳د ګډون کوونکو له خوا چمتو شويو ژورناليستکي توليداتو ته د دويچه ویله په دري او پښتو پانو کې د خپريدو فرصت

مکلفیت:

برخه اخیستونکي ژمن دي چې په ټولو آنلاین روزنیزو غونډو کې برخه واخلي او د لارښوونې مرحلې په جریان کې په نږدې اړیکه کې پاتې شي. د دوهمي مرحلې د یوې برخې په توګه، ګډونوالو ته لارښوونه کیږي چې لږ تر لږه دوې ژورنالیستیکي کیسې د روزنې موخو لپاره د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر او نومبر ترمنځ چمتو کړي. بڼه کیدای شي ویډیو، آډیو یا متن او عکسونه وي.

څوک درخواست کولی شي:

افغان ژورنالیستان:

• د افغانستان له خپلواکو رسنیو سره لږ تر لږه درې کلنه ثابته کاري تجربه

• هغه کسان چې په پاکستان، تاجيکستان، هند، ازبکستان، قرغزستان او ایران کې اوسیږي. غوښتنلیک ورکوونکي باید په افغانستان کې د ژورنالیست په توګه کار کړی وي او په دې وروستیو کې پورته ذکر شویو هیوادونو ته مهاجر شوي وي.

• هغه څوک چې مورنۍ ژبه يې دري يا پښتو ده. د ژبي بشپړه پوهه يوه اړتيا ده.

• د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له پیل څخه د نومبر تر ۳۰ نېټې پوري د شتون او ګډون ژمنه.

• باثباته، خوندي او دوامداره انترنيټ ته لاس رسی درلودل.

• هغه څوک چې غواړي د رسنیو د مسلکي په توګه کار ته دوام ورکړي

څنګه درخواست وکړئ:

• مهرباني وکړئ خپل غوښتنلیک د ۲۰۲۳م کال د جولای مياشتي تر ۲۱ نېټې پوري د دې غوښتنلیک فارم له لارې وسپارئ.

 مهم جزيات چي بايد په پام کي ونيول شي:

• بشپړ نوم، د زېږون نېټه او پته

• سي وي

• ستاسو د ژورنالیستیک کار درې نمونې ( PDF یا لينکونه)

• د هڅوني تشريح يا ليټر اف موټيويشن، ستاسو د اوسني مسلکي وضعيت توضيحات او په پروګرام کي د ګډون لپاره ستاسو هڅونه (د يوې A4 نيماي پاڼه)

• په يوه لنډه ويډيو کي د ځان معرفي کول او د ګډون له پاره ستاسو هڅونه (۲ـ۳ دقيقې). دا اختياري دي، لارمي نه.

• له هغو کسانو سره چي شارټ ليست ته راوځي انلاين مرکې به د اګست په دویمه اونۍ کې ترسره شي (اګسټ 7-11).

يادونه: ښځینه خبریالانې او د افغان لږکیو سره تړاو لرونکي ژورنالیستان په ځانګړې توګه هڅول کیږي چې درخواست وکړي او که چیرې يې اړتیاوې پوره کړي نو لومړیتوب به ورته په پام کې ونیول شي.

روزنه به په پښتو او دري ژبو ترسره شي.

زموږ په اړه:

DW Akademie د دویچه ویله د نړیوالو رسنیو د پراختیا، د ژورنالیزم د زده کړې او د مسلکي پوهې د لیږد مرکز دی. زموږ پروژې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته بې له خنډه لاسرسي بشري حقونو ته وده ورکوي. DW اکاډمۍ په ټوله نړۍ کې خلکو ته دا واک ورکوي چې د باور وړ حقایقو او رغنده خبرو اترو پر بنسټ خپلواکې پریکړې وکړي.

د دویچه ویله اکاډمي د «آزادۍ له پاره فضا» په پروژه کې د آلمان د حکومت د (Hannah Arendt Initiative) همکاري کوي. د دې نوښت له طریقه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت او آلمان د رسنیو او فرهنګ کمیسار له خبریالانو، د رسنیو له کارکوونکو او د بیان د آزادۍ له مدافعینو څخه چې د نړۍ په کړکیچنو سیمو کې اوسیږي او یا په تبعید کې ژوند کوي، ملاتړ کوي.

DW Akademie د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت ستراتیژیک ملګری دی. موږ د بهرنیو چارو دفتر او اروپايي اتحادیې څخه هم تمویل ترلاسه کوو او په نږدې ۶۰ مخ پر ودې هیوادونو او مخ پر ودې اقتصادونو کې فعال یو.

د مکلفیت ردول:

مهرباني وکړئ په ياد ولرئ چي د روزني د دې پروګرام برخه اخيستونکي د دويچه ويله (DW) په دري او پښتو څانګي کي په راتلونکي کي د دندې نه مستحق کيږي. برسيره پر دې په پروګرام کي ګډون په آلمان کي د استوګني د حق د ترلاسه کولو اساس نه برابروي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل